۱۳۹۳ شهریور ۲۷, پنجشنبه

عمرځواک :وروسته له دریومیاشتومرکزي دولت په شمالي ولسوالیوکې پراخ عملیات کوي .


راپور—۲۰۱۴—۹—۱۸—
له دریومیاشتووروسته مرکزي دولت دشمالي هلمندلپاره دپراخوعملیاتوتیاری نیولی دی .
دهلمندودالي ویانددپنچشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې په شمالي ولسوالیوکې دپراخوعملیاتودچمتوالې خبرورکړهغه وایې دکورنیوملي دفاع دوزارتونواوملي امنیت دلوی ریاست له لوري به دیوي منظمي قوماندې لاندي یادعملیات پرمخ یوړل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دپنجشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل داځل دشمالي ولسوالیولپاره دکورنیوملي دفاع اودملي امنیت دریاست له لورې دپراخوعملیاتوتیاری نیول سوی  دي ،چې ډیرژربه په یادوسیموکې په لاره واچول سي .

نوموړی وایې داځل عملیات به له ترسره سویوهغوځکه ښه وي چې رهبري یه هم له یادودریواداروسره په واکې ده .
هغه وایې په شمالي لسوالیوکې یه دوسله والودپراخوبریدونودځپلولپاره دایساف څخه دهوایې ځواک مرسته هم وغوښتله خوهغویوپدغه برخه کې هیڅ مرستې ونه کړه .

په هلمندکې دروانوجګړودپایته رسیدوپه موخه دنووعملیاتوخبرپداسي حال کې ورکول کیږي چې له یادوبریدونونه دري میاشتې اوړي چې له امله یې په سلګونه ملکې اوامنیتي کسانوته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر