۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

دهلمنداونيمروزولايتونو ۱۷۸ يوسل اوته اوياپوليسوته پوځي زدكړي وركول سوي .





دهلمنداونيمروزولايتونو ۱۷۸ يوسل اوته اوياپوليسوته پوځي زدكړي وركول سوي .
په هلمندكي ۷۰۷ اوم ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل وويل پوليسوته دشپږواونيوپه موده كي پوځي زدكړي وركول سوي دي .
په ورته وخت كي دپوليسودښووني اوروزني لپاره نوي وداني هم ګټي اخيستني ته وسپارل سوه .

دلښكرګاه ښاردپوليسودښوونيزمركزڅخه دنيمروزاوهلمندولايت يوسل او اته اوياپوليسوته دشپږاونيوپه موده كي ورته دپوځي زدكړي دكورنيوښوونكوترڅنګ دبهرنيوښوونكوله لوري ورته پوځي مهارتونه ښودل سوي دي .
په روزل سووپوليسوكي ۱۶ تنه ساتن منان اويوسلوودوه شپيته تنه پوليس چي يواوياتنه يې دنيمروزولايت دي په پوځي زدكړوسمبال سوله .
په هلمندكي ۷۰۷ اوم ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل په خپلوخبروكي دپوليسوڅخه په سيمه كي دښي دندي داجراكولوغوښتنه وكړه .
په ورته وخت كي دپوليسولپاره دښووني اوروزني نوي وداني هم دهلمندوالي اونورودولتي چارواكولخواګټي اخيستني ته چمتوسوله .
چارواكي وايې ياده ودانۍ دبريتانياهيواد له لوري په دولس ميليونه امريكايې ډالره مالي لګښت جوړه سوي اوپكښي هرډول اسانتياوي موجودي دي .
په هلمندكي ۷۰۷ ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل رسنيوته وويل دوي پلان لري چي په راتلوونكوكي به ښځينه پوليسوته هم دښووني اوروزني زمينه برابره وي اوددوي لپاره به نوي وداني هم جوړه وي څوښځينه پوليسي هم په پوځي زدكړوسمبالي سي .
داپوليس پداسي حال كي پوځي زدكړي ترلاسه كوي چي تيره شپه ديوه پوليسوله لوري چي دوسلوالوطالبانوسره يې اړيكي ټينګي كړي وي دخپلي پوستي اته تنه ملګري ووژل اوپاته دري تنه يې زخمي كړله .
دالمړي ځل نه دي چي وسلوال طالبان دپوليسوپه ليكوكي دپوليسوپه وژلولاس پوري كوي خوموهيمه داده چي دداډول پيښي مخه به څنګه اوكله نيول كيږي ؟

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر