۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

دناوي ولسوالي امنيتي چارواكي دانتقال پروسي ته بشپرړچمتوالي لري ،







دناوي ولسوالي امنيتي چارواكي دانتقال پروسي ته بشپرړچمتوالي لري ،
دچارواكوپه خبره په ناوي لسوالي كي دسيمه ييزوپوليسوپه مټ پدي ولسوالي كي په امنيتي چاروكي پراخ بدلون راغلي اوددي ولسوالي امنيت دپخواپه پرتله ښه سوي دي ،
په يادولسوالي كي پنځوس تنه سيمه ييزپوليسوته ددريواونيوپه اوږدوكي ترزدكړي وروسته ورته دفراغت بري ليكونه ووه ويشل سوله ،
دناوي ولسوالي چاراواكي وايي دوي به ددي ولسوالي امنيت څنګه چي ښايي هغه سي خوندي كړي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي ،
د نا وي ولسوالي د عينک ،خلچ ،هزا ر اسپ او سرخ دو ز دسيمو پنځوس تنه سيمه ايزو پو ليسو ته ددريو او نيو په او ږدو کي دامريکايي سمندري ځواکونو دخوا د جنګي تا کتيکونو بشري حقوقو د خلګو سره دښه چلند دافغا نستا ن دقا نون دنشيي توکو دمخنيوي په اړه زده کړي ورکول سوي چي ديو لړ مرا سيمو پرمهال ورته فا رغت ليکونه ورکړل سوله ،
دناوي ولسوال عبدالمناف خان وايي چي په دي ولسوالي کي دسيمه ايزو پوليسوپه جوړيدو سره يي امنيتي چاري پياوړي سوي دي .
دده په ويناچي دوي تردي مهاله يواځي دناوي ولسوالي له اوو سيموڅخه په دريوسيموکي سيمه ايز پوليس لري چي په نژدي راتلوونکي کي به ددي ولسوالي په ټولوسيموکي سيمه ايز پوليس دسيمي دمشرانوپه غوښتنه جوړکړي .
ولسوال په ويناچي په نژدي څو ورځوکي به ددي ولسوالي دامنيتي چارو مسوليت له بهرنيوځواکونوڅخه کورنيوځواکونوته وسپارل سي .
دي زياته وي چي په ناوي کي ټول امنيتي ځواکونه چمتودي چي دامنيتي چارو مسوليت له بهرنيوځواکونوڅخه په خپل غاړه واخلي .
دناوي ولسوالي دعينک په سيمه کي دسيمه ايزوپوليسوقوماندان حاجي حيات الله وايي چي دوي خلکوته وښودل چي سيمه ايز پوليسوپه سيمه کي ګټور دي .اوهمدارنګه دماين ايښودونکواوځينونورو هغه کسانوچي ښوونځي اوروغتيايي مرکزونه ورانوي دهغوي مخه به په کلکه نيسي .
دي وايي دعينک په سيمه کي وړاندي ځيني ناامني وي چي له همدي امله دوي په زياتوستونزوکي راګيروه خوله کله څخه چي سيمه ايز پوليس يي جوړکړي ګني امنيتي ستونزي يي هواري سوي دي .
داچي دناوي ولسوالي امنتي چارواكي په خپله ولسوالي كي دانتقال پروسي ته پوره چمتوالي ښه خوڅوورځي وړاندي ددي ولسوالي دخلكواستازي اودولايتي شورامنشي په ناوي ولسوالي دانتقال پروسه دسيمه ييزشورااولسوال ترمنځ پراته اختلافاته په كتوسره ياده پروسه نيمګړي اودماتي سره مخامخ وه بلل ،
داسي ويل كيږي چي دامنيت دانتقال په دوهمه پروسه کي چي دهلمنددنادعلي،اومارجي ولسواليوترڅنګ به دناوي ولسوالي امنيتي چاري هم دبهرنيوځواكونوڅخه افغان ځواكونوته وسپارل سي داچي دناوي ولسوالي امنيتي چاري به دپرتواختلافاتوترسره سره به يي څه ډول افغان ځواكونه امنت تامين كړي وخت به يي جواب ووايي ،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر