۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

په هلمند كې په دووځانگړيوعملياتوكې پنځه تنه ونيول سول






په هلمند كې په دووځانگړيوعملياتوكې پنځه تنه ونيول سول
د هلمند په گرشك ولسوالى كې د ميرزاخان په كلي كې د گډوځوانولخوا ددې كلي د خان ميرزاخان په كورځانگړي عمليات ترسره سول چې په ترڅ كې يې په نوموړي كوركې ۱۷۳كيلوگرامه تارياك،شل جوړې د ملي اردوجامې،دوي جوړې د ملي امنيت ،دوي جوړې د پوليسواويوه جوړه د ځانگړوځواكونو جامې،دوه ميله پيكا ماشينگڼې،اته ميله كلاشينكوف،يوميل راكټ،دوه ميله تومانچې ،دوه كړى لاسي بمونه ،درى صندوقه د پيكا مرمى،پنځه پايې مخابرې اوځينې نورتوكي ترلاسه سوي دي
دولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په يوه خپروه سوي خبرپاڼه كي راغلي چي په دې عملياتوكې پخپله ميرزاخان هم نيول سوى چې دا مهال ترپلټنولاندې دى.
دخبرپاڼي له قوله په همدې ورځ په مارجې ولسوالى كې د گډوځواكونوپه ځانگړوعملياتوكې ملاعبدالغني،ملاعبدالباقي،ملاعبدالصمد اوملاعبدالواسع نيول سوي اوگډوځواكونوله ځان سره وړي دي.
نيول سوي كسانوپه دولتي اوبهرنيوځواكونوپه بريدونو،چاودنواونورتخريبي كړنوكې فعاله ونډه درلوده.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر