۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

په هلمند كې دوه تنه وسلوال طالبان ووژل سول


په هلمند كې دوه تنه وسلوال طالبان ووژل سول
د هلمند د نادعلي ولسوالى د لوى مانده په سيمه كې د گډوځواكونولخواپه ترسره سووعملياتوكي دوه تنه دوسلوالوطالبانوقومندانان ووژل سول.
په دې عملياتوكې د دوى يوه عراده موټرسيكل هم له منځه وړل سوى اوپه سيمه كې ولسي وگړوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
په دې عملياتوكې گډوځواكونوته هم كومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه دوه قوماندانان چې هريوه يې د لسولسوتنومشري په غاړه درلوده ددې ولايت په نادعلي اوگرشك ولسواليوكې يې په افغان اوبهرنيوځواكونوپه بريدونودماين په چاودنواونورتخريبي كړنوكې فعاله ونډه درلوده چي دخاصوعلمياتوپرمهال لمنځه تللي دي
دولايت دمقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي امينتي ځواكونه به تل دوسلوالوطالبانوپروړاندي خپل عمليات جاري ساتي ،

۱ نظر: