۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

دملي امنيت كاركوونكوپه لښکرګاه ښاركي يوموټربم دچاودني څخه وړاندي ونيوي .





دملي امنيت كاركوونكوپه لښکرګاه ښاركي يوموټربم دچاودني څخه وړاندي ونيوي .
دغه موټربم دلښكرګاه ښاردتورټانګ په سيمه کي مختارته نژدي په يوه کوڅه کي ځاي پرځاي سوي وه .
دملي امنيت مرستيال وايي چي دغه موټربم يي په سيمه کي دقيقواوپټومعلوماتوپراساس ونيول سوودده په خبره ترهګرو غوښتل دهلمندپروالي اوياامنيه قوماندان دغه بريدترسره وکړي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكارسردارمحمد سروري
په هلمندكي دملي امنيت كاركوونكودلښکرګاه ښار دتورټانګ په سيمه کي مختار ته نژدي په يوه فرعي کوڅه کي هغه موټربم ونيوي چي ترهګروپکښي شاوخوا ٢٣٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ځاي پرځاي کړي وه .
دهلمنددملي امنيت رياست اپراتيفي مرستيال ډګروال محمود وايي چي دغه موټرسهارمهال په دي سيمي كي دترهګرو له خواځاي پرځاي سوي ووچي دوي دځينودقيقومعلوماتوپراساس ونيوي اوپکښي ټول چاوديدونکي توکي يي خنثي کړي دي .
ډګروال محمود وايي چي ترهګرو غوښتل دغه بريددهلمندپروالي محمدګلاب منګل اوياهم پرامنيه قوماندان ترسره کړي .
نوموړي وايي دموټربم په تور تراوسه څوک نه دي نيول سوي خوددوي پلټني رواني دي .
په موټربم کي ټول چادويدونکي توکي په خورا مهارت سره په دراوزو اودننه په ماشين کي ځاي پرځاي کړي وه.
دسيمي اوسيدونکي وايي چي دسه شنبي په ورځ سهارمهال دوه تنه ددوي سيمي ته ورغلي اودغه موټربم يي دمختارد سيمي څخه دتورټانګ دازبکانوپه کلي کي په يوه فرعي کوڅه کي ځاي پرځاي كړاوموټرچلوونكي دمختاردسيمي په لورتللي
داپداسي حال كي ده چي څومياشتي وړاندي دګاونډي هيوادپاكستان څخه يوكامازموټرچي په خورامهارت سره په چاوديدونكوتوكوباروودملي امنيت دكاركوونكولخواونيول سوو،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر