۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

دنادعلي ولسوالي دسيدابادپه سيمه كي زدكوونكي دهرډول درسي توكوڅخه بي پرخي پاته دي ،







دنادعلي ولسوالي دسيدابادپه سيمه كي زدكوونكي دهرډول درسي توكوڅخه بي پرخي پاته دي ،
دنادعلي ولسوالي دسيداباددمركزي ليسي زدكوونكي وايي تردامهاله دپوهني رياست دۍ ليسي ته هيڅ درسي توكي نه دي برابركړي اودوي دامهال په خوراستونزوكي راشكيل دي ،
ددي ولسوالي ولسوال هم دامني چي دپوهني رياست ديادي ليسي سره هيڅ ډول مرسته نه ده كړي اوكچيري دالړي دوام پيداكړي پايلي به يي ډيري خراب وي .،
بل پلودنادعلي ولسوالي دپوهني مديردپوهني رياست پدي توره نه وي چي ددوي سره يي مرسته نه كړي ،
دنادعلي والسوالي اوسيدونكي په خپله ولسوالي كي دښونځي لپاره ددرسي توكونه درلودلوخوراانديښمن كړي ،
دوي وايي كه دولت اودپوهني رياست ددوي ددرسي توكوغم ونه خوري ديادي ليسي زدكوونكي به دپوره يوه كال لپاره بي ښووني اوروزني پاته سي ،
زده كوونكي داهم وايي كه دپوهني رياست داسي چپه خوله ياته وي دنادعلي ولسوالي دسيداباددمركزي ليسي ټول زدكوونكي به ديوي توري تياري شاته پاته وي ،
زده کونکي وايي هره ورځ ښوونځي ته ځي ولي دکتابونو دنشتون له وجي ددوي شوق پر درس ويلو نه راځي ،
په ورته وخت كي دنادعلي والسوالي ولسوال حبيب الله شملاني هم دپوهني رياست په خپلوكارونوكي پاته بولي دده په خبره دسيداباددمركزي ليسي زدكوونكي تردامهاله دهرډول درسي توكوڅخه بي برخي پاته دي اوخپلودرسنوته څنګه چي اړتياده هغه سي لاس رسي نلري ،
شملاني وايي هڅه كوي څوډيرژرددي سيمي داوسيدونكوهرډول ستونزوته دحل لاري چاري ولټوي ،
دنادعلي ولسوالي دپوهني مدير کمال الدين وايي دوي څوځله دپوهني درياست سره ياده ستونزه شريكه كړي خولاتردامهاله ددوي خبري ته چامثبت جواب نه دي ويلي اودزدكوونكوستونزي داسي پرخپل حال پاته دي ،
دكمالدين په خبره تريوحده يي ديادوزدكوونكوستونزي حل كړي خوپه وينايي په نادعلي ولسوالي دپوهني په برخه كي خورازياتي ستونزي لاهم ددوي پروړاندي پرتي دي ،
دي وايي نه يوازي په سيداباد کي زده کوونکي په خامه هستوګن ځاي کي زده کړي کوي بلکي دي ته ورته نوري سيمي هم سته چي زده کوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي .
دنادعلي ولسوالي دسيداباد په ليسه کي اوس مهال دوه سوه ښځينه او نارينه زده کوونکي دوه وخت دمهالويش له مخي خپل زده کړي په خورابدحالت اوپه ستونزمن حالت كي پر مخ وړي ،
نادعلي ولسوالي دلښكرګاه ښارپه پنځلس کيلومتري کي پرته ولسوالي ده چي دناوي ولسوالي ترڅنګ دنادعلي ولسوالي امنيتي چاري دايساف ځواكونوڅخه افغان ځواكوونوته سپارل كيږي خولاپدي ولسوالي كي نه يوازي دپوهني په برخه كي ستونزي لري بلكي په نوربرخوكي هم ستونزي هغه څه دي چي ديادولووړدي ،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر