۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

په هلمند کى يوځل بيا دسولى له بهير سره وسلوال يوځاۍ سوله ،



په هلمند کى يوځل بيا دسولى له بهير سره وسلوال يوځاۍ سوله ، .
طالبان وايى ددوى ملګرى دسولى سره هيڅه كله هم نه يوځاي کيږى.
دهلمند والى وايى په هلمند کى زرګونو کسانو په خپله خوښه وسلى ايښى دى او نه غواړى جنګ وکړى.
‌خووسلوال طالبان بياوايى ترهغه پورى به جنګ کوى څو بهرنى سرتيرى په افغانستان کى وى.
داپه هلمند کى دسولى دعالى شورا دمشر تر وژل کيدو وروسته لمړى وسلواله ډله ده چى دسولى دپروسي سره ىوځاۍ کيږى.
وروسته له څو مياشتو په هلمند کى دسولى له پروسى سره يوډله وسلوال طالبان يوځاى سوله،
دوى دخپلو وسلودورکولوپرمهال ژمنه وکړه چى نوربه دافغان دولت په وړاندى نه جنګيږي
داپه هلمند کى دهيواد دسولى دعالى شورا دمشر اوستاد بهان الدين ربانى تر وژل کيدو لمړې وسلواله ډله ده چى دولت او سولى ته سلا پرمځکه ايږدى.
دسولى دپروسى سره دغه څلوركسيېه وسلواله ډله دخپل قوماندان سره دهلمند په ناوى ولسوالى کى ىوځاۍ سوى دى.
دسولي دپروسي سره يوځاي سوي وسلوال طالبان واىى پنځه کاله دافغان دولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندى جنګيدلى دي ،.
دهلمند والى وويل ټولو طالبانو ته دعوت ورکووچى راسى او دسولى له بهير سره يوځاۍ سى،دده په خبره دغه څلورتنه هغه کسان دى چى غواړى په رسمى ډول دسولى له بهير سره يوځاۍ سى خودمنګل په وينا زرګونو نورو وسلوالو مخاليفينو يى پرته له کوم امتياز نه خپلى وسلى پرمځکه ايښى دى.
داچى ولى خووالي پدي اړه څه ونه ويل ،
خو د اهغه خبرى دى چى طالبانو ردکړى دى.قارى يوسف احمدى وايى طالبان له دولت سره سوله نه کوى او دسولى له پروسى سره يوځاى کيدونکى کسان ددوى ملګرى نه دى.
وړاندى تر دى هم دهلمند په سنګين او مرکزلښکرګاه کى تر شلو زيات وسلوال طالبان له سولى سره يوځاى سوى دى خو هغه مهال هم قارى يوسف احمدى دغه کار غندلى وو او دسولى له بهير سره يى دخپلو ملګرو ديوځاۍ كيدوخبرى ردکړى وى.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر