۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د يوې منځنى ښوونځى ودانى جوړه سوله ،






د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د يوې منځنى ښوونځى ودانى جوړه سوله ،
دغه ښوونځى د چي د نادعلي ولسوالى په ناقل آباد سيمه كې ددې ولسوالى د مسؤلينواود ټولنيزې شورا د غړولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل سوله
دغه ښوونځى چې په نوموړې سيمه كې د ايساف ځواكونولخوا د تيروشپږومياشتوپه اوږدوكې جوړسوى چي پكښې شپږدرسي خونې،يوه تحويلخانه اونورملحقات لري اوپه څه باندي دوه مليونه اته سوه زره افغانى لگښت راغلى دى.
اود احاطې په ديوال يې پنځوس زره امريكايي ډالره لگښت راغلى چې هغه هم د ايساف ځواكونولخوا وركړل سوي دي.
پدي ښوونځي كې دا مهال ۲۳۱تنه زده كوونكي په زد ه كړوبوخت اود څلوروښوونكولخوا ورته زده كړې وركول كيږي.
بايد ووايوچې دغه ښوونځى پنځه كاله وړاندې د وسلوالوډالبانولخوا ونړول سله اوپه يوه كنډواله يې بدل اوپكې درسي چاروته د پاى ټكى كيښودل.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر