۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

‫دهلمند امنيه قوماندان وايي دنادعلي ولسوالي په ماتكي سيمه كي يي دري وسلوال طالبان وژلي



‫دهلمند امنيه قوماندان وايي دنادعلي ولسوالي په ماتكي سيمه كي يي دري وسلوال طالبان وژلي
او يو تن يي دوسلي سره يوځاى نيولي دى.محمد حكيم انګار وويل پوليسو ته په دي عملياتو كي زيان نه دى رسيدلي او هدف يي په نادعلي كي دعملياتو څخه دادى چي دنشه يي توكو دكركلي دله منځه وړلو ترڅنګ هلته واړه واړه وسلوال تحروكات له منځه يوسي.دغه عمليات تيره ورځ ترسره سوي دي او تر دي دمه وسلوالو طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي.خو قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چي دهلمند ولايت په موسي كلا او نهرسراج ولسواليو كي يي يوټانګ له منځه وړى او پنځه تنه بهرني سرتيري وژلي دي خو دغه خبره په هلمند كي دولتي او بهرنيو ځواكونو نه ده منلي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر