۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

په هلمند كې دوه وسلوال طالبان ووژل سوي اودرى ماشومان ټپيان سوي دي




په هلمند كې دوه وسلوال طالبان ووژل سوي اودرى ماشومان ټپيان سوي دي
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي خپرپاڼه كي راغلي چي د هلمند د نادعلي ولسوالى د لوى مانده په سيمه كې د يكشنبې په شپه د اتوبجوپه شاوخواكې دوو تنووسلوالووغوښتل د شينې جامع اود شملان د لويې ويالې په عمومي سړك ماينونه ځاى پرځاى كړي چې د ايساف ځواكونولخوا له هواڅخه په نښه اودواړه وژل سوي دي.
دغه كسانوچې په لاسي گاډى كې يې نهه حلقي ماينونه ليږدول غوښتل يې په كرنيزوځمكوكې يې هم ځاى پرځاى كړي ترڅود پوليسوكمپاين ورباندې په نښه كړي خوموخې ته له رسيدووړاندې ووژل سول.خبرپاڼه زياته وي چي
له دې پيښې وروسته پوليس سيمې ته رسيدلي چې په سيمه كې يې د دوو تنوماين خښوونكومړي،ماينونه اوريموډ كنټرولونه ترلاسه كړي اود ولسوالى امنيه قوماندانى ته يې ليږدولي دي
دخبرپاڼي له خولي د گرشك ولسوالى د سپين جومات په سيمه كې درى ماشومان چې د ۱۲او۱۳كلونوترمنځ عمرونه لري د وسلوالوطالبانولخوا د يوه ښخ كړل سوي ماين په چاودنه كې سخت ټپيان سوي دي.
دغه ماين د شنبې په ورځ د دريوبجوپه شاوخواكې هغه مهال په ماشومانووچاوديد چې يادوماشومانوخپل پلارته ډوډى اواوبه وروړلې چې د چاودنې ښكارسوله ،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر