۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

په سنګين ولسوالي كي دماين په چادونه كي دزيان منوكسانوسره نغدي مرسته




په سنګين ولسوالي كي دماين په چادونه كي دزيان منوكسانوسره نغدي مرسته
دهلمندولايت څخه رسنيوته په استول سوي خبرپاڼه كي د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي د فرمان له مخې د هلمند د سنگين ولسوالى له هغه ټپيانوسره نغدي مرسته ترسره سوله چې څوورځې وړاندې ددې ولسوالى د امان الله كاريزپه سيمه كې يې موټرد وسلوالوطالبانولخوا پرښخ كړل سوي ماين وربرابرسوو اوپه پايله كې يې ۱۹تنه ولسي وگړي شهيدان اوپنځه تنه ټپيان سوله.
دخبرپاڼه زياته وي چي دغه مرسته د هلمند د والي محمد گلاب منګل لخوا هغه مهال يادوټپيانوته وركړل سوله كله چې نوموړي په شوراب پوځي اډه كې ددې ټپيانوله روغتيايي حالت څخه ليدنه كوله.
دخبرپاڼي پهحواله د هلمند والي په دې پيښه يوځل بيا ژوره خواشيني څرگنده كړه د ټپيانواوشهيدانوله كورنيوسره يې خپله خواخوږي ښكاره اود الله له دربارڅخه يې دوى ته د عاجلې شفا غوښتنه وكړه.




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر