۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

دهلمندپه کجکى ولسوالى کى پوره دولتى ادره شتون نلرى .





دهلمندپه کجکى ولسوالى کى پوره دولتى ادره شتون نلرى .
ځاىى چارواکى وايى چى دلته ، ولسوال او قوماندان يوازى په دنده بوخت دي او نورى ادارى هلته شتون نلرى
دهلمندوالى وايى چى دستونزى دحل په موخه به ډيرژرددى ولسوالى ټولى ادارى په کارپيل وکړى .
دکجکى ولسوال ملاشراف الدين په دى ولسوالى کى افغان نيوز ته وويل چى دکجکى ولسوالى خلک دسيمى څخه دجګړى له امله تللى دى .
ولسوال وايى چى يوازى ولسوال او قوماندان دى چى په دى ولسوالى کى خپله دنده پرمخ بيايى .
هغه وويل چى ښوونځى ، روغتونونه، په دى ولسوالى کى شتون نلرى ، او دبيارغونى کارندى ترسره سوى .
ولسوال زياته کړه چى دکجکى ولسوالى لويه لاره هم دخلکو پرمخ پرانيستل سوه ، اوله اړونده اورګانونوڅخه يه غوښتنه وکړه چى خپلى ادارى دكلونوكلونوورسته بيرته پرانيزى او کارونه دى پيل کړ ى.
خو دهلمندوالى محمد ګلاب منګل وايى چى دوى دکجکى ولسوالى د ادارى دپياوړى کيدولپاره کار پيل کړى دى چى ، په نيږدى وخت کى به هلته دټولو ادارو اړونده څانګى پرانيزى .
هغه ووىل چى له دى وروسته به دخلکو هغه ستونزه چى دادرو دنشتون له امله رامىنځته سوى دي حل كړي ،
وړاندى تردى دکجکى ولسوالى ستره ستونزه دهغه لويى لارى بنديدل وه ه چى دلښکرګاه او کجکى ولسوالى ترمينځ پرته وه .
اوس دکجکى لويه لاره هم پرانيستل سوى ده او خلک يه زيات هيله من کړى دى چى په دى ولسوالى کى به امنيت نورهم ټينګ او خلکوته به دزده کړى ترڅنګ دروغتيا لپاره هم اسانتياوى برابرى سى.داچي كله به ټولوپرتوستونزودحل لاري چاري لټول كيږي وخت به ورته انتظاركوي ،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر