۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبه

په هلمند كې د ماشومانود روزنې اواصلاح د مركزد ودانى د بنسټ ډبره كيښودل سوله.


په هلمند كې د ماشومانود روزنې اواصلاح د مركزد ودانى د بنسټ ډبره كيښودل سوله.
ځايى چارواکى وايى چى دغه ودانى دڅه باندى نهه سوه زره امريکايى ډالروپه مالى لګښت ديوه کال په اوږدوکى جوړيږى .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمدسروري راكوي
په لښكرگاه ښاركې دماشومانوداصلاح اوروزنی دودانی دبنسټ ډبره د مركزي محبس څنگ ته دهلمندوالي اود مشرانواوولسي جرگې دپنځلس كسيزه پلاوي لخواکښیښودل سوله،
د هلمند والي دهمدى ودانى دبنسټ دډبرى دايښودلوپرمهال خبريالانوته وويل چې دغه مركزد بريتانيې هيواد په مالي مرسته د څه باندې نهه سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت د يوكال په مود ه كې د ميشتې ولايتي بيارغونې ډلې يا پي آرټي لخوا جوړيږي .
دوالى په وينا چې پكې د خوړنتون،روزنځاى،هستوگنې اونورې ټولې آسانتياوې په پام كې نيول سوې دي.
د ده په وينا چې دغه ودانى د هغه بنديانولپاره ځانگړې سوې چې عمريې له اتلسوكلونوڅخه كم وي
په دى ولايت کى دعدليى ريس محمد طيب دودانى په جوړيدو خوښ دى او وايى چى دوى وړاندى تر دى دځاى له زياتوستونزو سره مخ وه .
دهغه په خبره چى دوى ددى ودانى دجوړيدولپاره زياتى هڅى کړى ترڅو مرسته کوونکى دى ته اماده کړى چى دوى ته ىاده ودانى جوړه کړى .
د يادونې وړده چې دا مهال په هلمند كې د ماشومانود اصلاح اوروزنې په مركزكې ټول ټال ۵۷تنه چې يوه پكې نجلى ، اوپاته نورهلکان دى هستوګنه کوی . دچارواکوپه خبره چى ډيرى شميركسان پكښي ساسى زندانيان دى .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر