۱۳۹۳ آبان ۸, پنجشنبه

دکتابونواومسلکي ښوونکونه شتون هلمندي زده کوونکې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۳۰—
دکتابونواومسلکي ښوونکونه شتون هلمندي زده کوونکې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .

که څه هم دې ولایت ته لسګونه کانټینره درسي کتابونه دپوهني دوزارت څخه رالیږل سوي دي 

خوبیاهم دولسولیوزده کوونکې وایې دکتابونواومسلکي ښوونکودکموالې له امله په درسي بهیرکې له پوره خنډونوسره مخ دي .

خودپوهني دریاست چارواکې وایې له تیرې یوې اونۍ راپه دیخوایه ددرسي کتابونودویش لړۍ راپیل کړه ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دیوشمیرولسوالیوزده کوونکې وایې داچې دښوونیزکال دوه نیمي میاشتي تیري سوي دي خولااوس هم دوی ځیني درسي کتابونه نلري چې له همدي امله یې زده کړي هم نیمګړې پرمخ ځي .

دوی زیا ته وي دلابراتواراومسلکي ښوونکونشتوالي بله هغه لویه ننګونه ده چې دوی ورسره مخ دي .

دوی غوښتنه کوي چې ددرسي بهیرستونزي دې په اساسي توګه حل کړل سي په داسي حال کې چې دهرښوونیزکال په پای کې ورته درسي کتابونه ورکول کیږي .

په ورته وخت کې دهلمندولایت دپوهني ریس عبدالمتین جعفرهم دزده کوونکوستونزي منې ولي زیاته وي دمسلکې ښوونکودستونزي دحل په موخه یې دهغیودروزنې لپاره لاله وړاندي چټک ګامونه پورته کړي دي ،

چې اوس مهال هم لسګونه کسان په دغه برخه کې په زده کړوبوخت دي ،هغه زده کوونکوته ددرسي کتابونودویش دلړۍ دپیل کیدوڅخه خبرهم ورکړ.

نوموړی وایې ترخپله وسه یې دپوهني په برخه کې دهرډول ستونزودلري کولوهڅه کړې ده .


دهلمندزده کوونکې په داسي حال کې دیادوستونزوڅخه یاده ونه کوي چې اوس هم په دې ولایت کي ترسلوډيري ښوونځۍ د زده کوونکوپرمخ تړلي پاتې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر