راپور-۳-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې د ښځينه ووزندانیا نولپاره دنوي ودانۍ چاري بشپړي سوي .
چارواکي
وايي دغه دوانۍ چي دبریتانیاپه مالي مرسته په عصري سیستم جوړه سوي پکښي ټولي
اسانتیاوي په پام کي نیول سوي دي .
دغه
ودانۍ چي ۵۰ تنوښځولپاره دهستوګنې ضرفیت لري جمتوسه اودامهال دهلمندپه ښځینه زندان
کي ۱۷ تنه ښځي دبندشپي اوورځي تیره وي .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند والي محمد نعيم ددې
ودانۍ د پرانيستې پرمهال خبريالانوته وويل چې دغه ودانۍ د يوكال په موده كې د انگستان هیوادپه مالي مرسته د اته سوه زره امريكايي
ډالروپه لگښت چې ۲۷ خونې اونورې ټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول سوې چاري یه بشپړي اودهستوګني وړده
.
د نوموړي په وينا چې دیوه پروګرام لمخي
دغه ښځينه ووزندانيانولپاره د كسبونواوسواد زده
كړوآسانتياوې هم برابرې سوې
دي.
پرهمدې مهال د هلمند د استناف څارنوال څارن پوه عبدالصمد
صديقي وويل چې په نوموړي زندان كې دا مهال ۱۷ تنه هغه ښځينه زندانیاني ساتل سوي چې بيلابيل جرمونه يې ترسره كړي د ی
دغه ودانۍ په داسې حال كې گټې
اخيستنې ته سپارل كيږي چې د هلمند مركزي زندان څه موده وړاندې د څوورځولپاره دیوه لوي تاوتريخوالي سره مخ سوچې زندانيانوپه مسؤلينوباندي د ناوړه چلند تورونه لگول
خوچارواكي بیاددغه زندان ته د زده
كړود يومركزنوم وركوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر