۱۳۹۲ آذر ۱۳, چهارشنبه

د هلمند يوشميراوسيدونكي : په محكموكې پراخ اداري فساد شتون لري

راپور-۴-۱۲-۲۰۱۳
د هلمند يوشميراوسيدونكي په محكموكې دپراخ اداري فساد څخه سرټكوي
دغه اوسيدونكي وايي که څه هم د شخصي ځمكو۷۰ كلن سندونه په لاس كې لري خوپه محمكوكې پريكړې د هغه چا په گټه كيږي چې قاضيانوته ښه ډیري پيسې وركړي.
كه څه هم ددي ولايت د استناف محکمي مسؤلين په دولتي اداروكې دپراخ اداري فسادخبره مني خووايي چې دوى ددې ستونزې په وړاندې كوټلي گامونه پورته کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند يوشميراوسيدونكي وايي په اداروکي فساده له امله ددوي شخصي مځکي دزورواکوله لوري غصب کیږي ددوي به خبره چي نه يوازې ددې ځمكو۷۰ كلن سندونه په لاس كې لري بلكې په دې اړه يې ۷ ځله له ولسمشرڅخه هم امرونه راوړي اوله ولسي جرګې سره يې ياده سوې ستونزه هم شريكه كړې خوددولسمشرامرونه اوټول  سندونه يې په هلمند كې د محكمولخوا نه منل كيږي اوپريكړه د هغه چا په گټه ترسره كوي چې ياده سوې ځمكه يې غصب كړې اوقاضيانوته يي پیسي ورکړي .

ددوي په ویناچي دحقوقي اوقضايي پریکړوپه موخه يي په واروارځاي محکموته اوستري محکمي ته هم مراجعه کړي خوددوي ستونزونه یوازي چي حل سوي بلکي اوس ورڅخه لاره هم ورکه ده .
په ورته وخت کي دهلمند د استناف محكمې رئيس قضاوتوال محمد حكيم كنړى په دولتي اداروكې د فساد شتون مني خووايي چې له تيرودريومياشتوراپه ديخوا دهغه کسانومخه نیولي سوي چي په كميشن به يي دخلکودوسیي ورحله ولي .

د نوموړي په وينا كه ياد اوسيدونكي په لومړنۍ محكمه كې ستونزه ولري دوى ته د ي مراجعه وكړي اوكه دوى يې ستونزې حل نه كړي له سترې محكمې سره به يې شريكې كړي.

که څه هم داداري فساد شخصي اودولتي ځمكوغصب په هلمند كې نويې خبره نه ده خوددي ولایت د عدليې رياست چارواكوویلي تردې مهاله سلگونه زره جريبه ځمكه په يوه اوبل نامه غصب سوې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر