راپور-۲۳-۱۲-۲۰۱۳
د هلمند د مارجې ولسوالۍ يوشميراوسيدونكي د پوليسوله
ناوړه چلند څخه ترپوزي
رسیدلي دي .
دغه اوسيدونكي وايي بيله دې چې د دوى جرم په گوته سي ملي پوليس يې كورته
ورغلي اود يوې كورنۍ ټول غړي يې وهلي ډبولي اودکروځیني سمانونه يي هم تري نه وړي دي .
په همدې حال كې ددې ولسوالۍ چارواكي ددې كسانووهل ډبول
مني خووايي په دې اړه به څيړنې وكړي اومجري مین به د قانون منگولوته وسپاري.
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکار سردامحمد سروري راکوي .
دمارجي ولسوالي په تریخ
ناورسیمه کي دیوه کوروهل سوي کسان چي په ټپونوباندې يې
پټۍ لگول سوي وې دخپل حق دغوښتلوپه موخه دولايت ودانۍ مخې ته راغلي ووادعا كوله چې د شنبې
په ورځ د مارجې ولسوالۍ په تريخ ناورسيمه كې د دوى كورته پوليس ورغلي اوبيله دې چې
د دوى جرم په گوته كړي سم
دلاسه يي ددوى په وهلواوډبه ولولاس پورې كړ.
په ورته وخت کي
د مارجې ولسوال ډاكتراحمد شفيع سوله مل ددې كسانووهل اوټكول مني اووايي چې اوس هم په
ياده سيمه كې چاڼيزعمليات روان دي اودوى په ددې پیښي په اړه څيړنې پيل كړې .
دده په وينا چې ترڅيړنووروسته به هغه كسان چې په دې ناوړه
عمل كې ښكيل وي دقانون له مخي
به ورته سزاورکړي .
د يادونې وړده چې دمارجې ولسوالۍ یوشمیراوسيدونكي له سيمه
ايزوپوليسوله چال چلندڅخه
ترپوزي رسیدلي اوغوښتنه كوي چې دولت بايد ددې ستونزي په مخنيوي كې پوره هڅي وکړي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر