۱۳۹۲ آذر ۱۷, یکشنبه

ټولنیزه شورا: د هلمند په شمالي ولسواليوكې د سولې لپاره رواني هڅي ريښتينې نه دي

راپور-۸-۱۲-۲۰۱۳
د هلمند په شمالي ولسواليوكې د سولې لپاره رواني هڅي ريښتينې نه دي
ددې ولايت د سنگين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي وايي د تيروڅوكلونوكې په لړکي د سنگين اود سنگين په گاونډ ولسواليوكې د سولې هڅې يوازې نمایشي بڼه لري اوپدغه برخه کي ټولي هڅي دکاغذپرمخ لیکل سوي ولی په عملي ډگركې هيڅ ريښتينى گام نه دى پورته سوى.
په دې ولايت كې د سولې د شورا مسؤلين هم دسنګین دخلکودغه خبري پرځاى بولي اووايي چې په دې پروسه كې بايد ټول ولس ونډه واخلي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمنددسنگين ولسوالۍ د ټولنيزې شوراغړي وايي نه يوازې په دي ولسوالۍ كې د سولې لپاره پوره هڅي نه دي ترسره سوي بلكې د دوهغه وسله والوډلوڅخه يوه ډله چې مشري يې ملا كريم الله كوي بيرته دوسله والومخالفینوسره یوځاي سوي اواوس مهال له دولت سره پدي ولسوالۍ کي په جگړه كې راښكيل دي.
ددوي په ویناکومي ژمني چي دسولي دشوراله تریکه دیادوډلوسره سوي وي په سرونه رسیدي نوله همدي امله په سنګین کي دسولي دپروسي سره دیوځاي سوووسله والوپه مخالفت لاس پوري کړ.

دوي زیاته وي که پدي ولسوالي کي دسولي په برخه کي رښتنیني ګامونه پورته سي نه یوازي به داپروسه بریالۍ وي لکي به ډيرى وسله والې ډلې به هم د سولې له رواني پروسې سره يوځاى سي.
په ورته وخت کي دهلمندد سولې د ولايتي كميټې مسؤل عبدالباري فياض د سنگين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا دغړوادعا پرځاى بولي اووايي چې نه يوازې د هلمند په شمالي ولسواليوكې د سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته سوي بلكې په نوروبرخوكې هم دولت هغه څه نه دي کړي چي دسنګین دخلګوغوښتنه ده  

نوموړى دټولنیزي شواردغړوهغه ادعا ردوي چې گواكې د يوې ډلې مشربيرته په جگړه لاس پورې كړى اووايي تراوسه چي کوم کسان په سنگين كې د سولې له پروسې سره يوځاى سوي اوس هم له دوى سره اړيكې لري اوکومي پروژې چې دیوځاي سووكسانولپاره ځانگړې سوې وې بوديجه يې د ټولنيزې شورا له لارې په ځینوپرمختيايي پروژولگول سوې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر