
راپور-۹-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې هم د ژمي
په رارسيدوسره د سونگ دتوكوبيې ډیري لوړې سوې دي
ددې ولايت یوشیمراوسیدونکي
پرښاروالۍ تورلګوي چي ددوي دنه پاملرنې له امله د سونگ توكوبيې لوړې سوې اوپه دې برخه كې ښاروالۍ کوم منظم
پلانونه نلري .
خود لښكرگاه ښاروالۍ
مسؤلين د خلكودا ادعا نه مني چي ګواګي ښاروالۍ دي پدي برخه کي پاته
راغلي وي خوزیاته وي د ژمي په رارسيدوسره د هيواد د نوروولايتونوپه څيرپه هلمند كې هم دسونګ د توكوبيې لوړې سوې دي.
نورحال
دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت
اوسیدونکي پرښاروالۍ تورلګوي چي سودا گروته دسونګ توکوپه هکله منظم نرخونه نه وركوي چي ياد سوداگرپخپله خوښه د توكوبيې ټاكي چې له
همدې امله دا مهال عام خلك له خورازیاتوستونزوسره مخ دي .
د دوى په وينا كه
ښاروالي په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته نه كړي ښايي دا بيې نورې هم لوړې اوپه
ژمي كې ډيرى كورنۍ دیوډول ستونزوسره مخ سي .

خوپه
دې اړه د لښكرگاه ښاروالۍ د دفترآمراحمد مسعود سيلاب وايي چې دوى په هرو۱۵ ورځوكې
په ټول ښاركې د توكوبيې كنټرولوي خود سونگ توكود بيود لوړوالي لامل له يوې خوا د
هوا سړيدل اوله بلې خوا له گاونډي هیوادونوڅخه اوبلن گازپه لوړه بيه
راوړل كيږي.
د
نوموړي په وينا د بريښنا كموالى هم یوه لویه ستونزه بولي چي د بيوپه لوړوالي كې مهم
رول لري خو دوى د هغه هټيوالوسره قانوني چلند كوي چې د ښاروالۍ له نرخ پاڼې
سرغړونه وكړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر