۱۳۹۲ آذر ۱۱, دوشنبه

په هلمند كې سلگونوځوانانواومحصلينوپه تذكروكې داسلام اوافغان كلمولري كول يوه ستره جفابولي



راپور-۲-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې سلگونوځوانانواومحصلينوپه تذكروكې داسلام اوافغان كلمولري كول يوه ستره جفابولي
يادوشويوكسانود دوشنبې په ورځ په يوه احتجاجي غونډه كې هغه كسان ملي خائينين وبلل چې په ولسي جرگه كې له تذكروڅخه د مسلمان اوافغان كلمود ليرې كولوپراخي هڅې كوي.
دوى همدا رازديوه پريكړه ليك په صادره ولوسره گواښ وكړكه چيرې ددوى غوښتنې ونه منل سي خپلواحتجاجونواولاريونونوته به په پراخه كچه دوام وركوي.
نورحال دهلمندولايت څخه زموږهمكارسردارمحمد سروري راكوي
په دغه جوړه سوي غونډه كي يوشميرځوانانواومحصلينووويل چې نه يوازې اوس مهال بلكې د تيرودريولسيزوراپه ديخوايوشميركړى د سيمې د استخباراتواوګاونډي هويادونوپه لمسون هڅې كوي چې افغانان په بيلابيلونومونوسره وويشي چې دا لړى اوس مهال دملت كورته هم  رسيدلې اوځينې استازي يې هلي څلي كوي چې له تذكروڅخه د اسلام اوافغان كلمې وغورځوي اوافغانان په ډلوټپلووويشي اودوي خپلي ګټي په لاس راوړي .
يادوځوانانودغه ډول كړى ملي خيانت كوونكي اودپل ملك لاس بوڅ وبلل اوله دولت څخه يې په كلكه غوښتل چې په وړاندې يې كوټلي گامونه اودغه خاينان دمحكمي ميزته راكش كړي .

د دوى په وينا چې په تيرودريولسيزوجنګ جګړوكي دهيواد اوافغاني هويت د ساتنې لپاره دزرګونوكسانووينې تويې سوې اوله افغان ولسمشرڅخه په كلكه ددغي مصووبې دنه لاسليك غوښتنه كوي
دغوځوانانود غونډې په پاى كې د يوپريكړه ليك په صادرولوسره گواښ وكړچې هغه تذكرې به ترلاسه نه كړي چې پكې د مسلمان اوافغان كلمې شتون ونه لري اوددې ترڅنگ به خپلولاريونونواواحتجاجونوته هم په پراخه ډول سره به ټول هلمندكي دوام وركړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر