۱۳۹۲ آذر ۱۲, سه‌شنبه

هلمند :دیوي وسله والې نښتې پرمهال اتووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته

خبر-۳-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې دیوي  وسله والې نښتې پرمهال اتووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د لومړي كنډك قوماندان سمونوال عبدالستارنورزى وايي چې نښته د سه شنبې په ورځ له  ۱۱ بجوڅخه بیاداماپښین تر۲ بجويي دوام درلودچي په پیاله کي یه یاده مرګ ژوبله رامنځته سوله
نورزی وایي پیښه په نهرسراج ولسوالي كې د هلمند كندهارد لويې لارې پرسره هغه مهال رامنځ ته سوه چې وسله والوطالبانوپریوه اکمالاتي کاروان بریدوکړچي .
د نوموړي په وينا پدي بریدکي درى وسله وال طالبان وژل سوي ، پنځه نورټپيان دي ،يوكرولا موټريې له منځه وړل سوى اويوه اندازه مهمات ماینونه اويوشميروسلې هم دپوليسولاسته ورغلي دی .

هغه وايي چې په دې نښته كې پوليسوته كوم زيان نه دى اوښتې خووسله والوطالبانوتردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر