۱۳۹۲ آذر ۱۴, پنجشنبه

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كې د پوليسونويې منتظره قطعه دامنیت دښه کیدوپه موخه ځاى پرځاى سوه

 
راپور-۵-۱۲-۲۰۱۳
د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كې د پوليسونويې منتظره قطعه دامنیت دښه کیدوپه موخه ځاى پرځاى سوه
دهلمندامنیتي چارواکي وايي دغه قطعه يي پدي ولسوالۍ کي دامنیتي ساحي دپراختیااوپدي ولسوالۍ کي دویوه پلان لمخي دپراخ چاڼیزوعملیاتولپاره ځاي پرځاي کړي ده .
دغه چارواکودپنجشنبي په ورځ لسګونه میله هغه وسلي هم دډایاک پروسي ته وسپارلې چي دبیلابیلوعملیاتوپرمهال پولیسوپه لاس راوړي وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمرمل پاسوال جمعه گل همت وايي پدي وروستيوكې د نوزاد په ولسوالۍ كې د دولت وسله والومخالفينوهڅه كوله چې ددې ولسوالۍ امنيت گډوډ كړي چې ددوي دوسه والودحملودمخنیوي اودامنیتي ستونزودپیداکیدوپه موخه په سیمه کي دپولیسویوه منتظره قطعه ځاى پرځاى کړه
همت زیاته وي چي ددې ولسوالۍ په نا امنوسيموكې چاڼيزعمليات هم ترسره كړي ترڅود نوزاد اوموسى كلا ولسواليوڅخه دپرتو امنيتي ستونزولمنه په بشپړه توګه ټوله سي .

دنوموړي په ویناڅه موده وړاندي په سنګین اوموسي کلاولسولیوکي وسله وال دیوي سختي ماتي سره مخامخ سول چي اوس مهال یوځل بیادغچ اخیستلوپه موخه په بیلابیلوسیمواوپه عامه ځایونوکي دماینونواوموټرسیکل بمونوپه چادنولاس پوري کړي چي ډیری مرګ ژوبله يي ملکي کسانوته اړولي ده .

همت همدا رازوايي چې د پنجشنبې په ورځ يې ۱۱۶ ميله هغه وسلې هم د بي وسلي کولوپوگرام ته رسما وسپارلې چې په دې وروستيوكې د پوليسولخوا په بيلابيلوعملياتواوځينوناقانونه امنيتي كمپنيوڅخه ترلاسه سوې ده زیاته کړه دروان كال له پيل څخه يې ټولې ۴۶۰ ميله وسلې نوموړې پروسې ته سپارلې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر