۱۳۹۲ مهر ۱۴, یکشنبه

هلمند: په ناوي ولسوالي کي دیوه ښونځۍ دودانۍ دبنسټ ډبره کښیښودل سوه

راپور-۶-۱۰-۲۰۱۳
د هلمند دناوې ولسوالۍ دګوهرګین په سیمه كې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره كښيښودل سوه
دهلمند د پوهنې چارواكي وايي چې ياده سوې ودانۍ د پوهنې وزارت اړوند د پوهنې د كيفيت د لوړولود ملي پروگرام لخوا د نړويوال بانك په مالي مرسته په راتلونكواتومياشتوكې جوړيږي چې چاري یه ديكشنبې په ورځ پیل سوي .
چارواکي وايي هڅه به وکي چي ددي ولایت دمسلکي ښوونکودکموالي هغه لویه سونزه هم دخپلوهڅوپه جریان کي راکمه کړي .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي 
دهلمندولایت دپوهني ریس عبدالمتین جعفروايي دغ هودانۍ چي په شاوخوایونیم جریب ځمکه کي د۹۹ زره امریکايی ډالروپه لګښت به دراتلونکواتومیاشتوپه موده کي به يي چاربشپړي سي چي لس درسي خوني .دواداري خوني .لابراتواراونوري داړتیاوړاسانتیاوي به هم ولري .
دجعفرپه ویناچي وړاندي تردي دوناوي ولسوالي دګوهرګین دسیمي زده کوونکوخپلي زدکړي ترشنه اسمان لاندي پرمخ وړلي چي ددي ودانۍ په جوړیدوسره به يي درسي بهیرهم وده وکړي .

هغه وايي په دغه ښوونځي کي به پنځه سوه رده کوونکي زدکړي کوي اوددوي هڅه داده چي ټولي هغه ښوونځي چي ودانۍ نلري ورته ترخپله وسه پوري ودانۍ جوړي اودزدکوونکي دځاي ستونزي حل کړي .
په ورته وخت کي دیادي سیمي خلک که څه هم دښوونۍ په جوړیدوخوښ دي خوزیاته وي چي دولت دي ددي ولسوالي ټولوسیموته په هره برخه کي پوره پاملرنه وکړي .

باید وویل سي په هلمندکي ۳۷۵ ښونځي دي چي له جملي څخه يي ۲۱۰ فعالي او۱۶۵ ته يي غیري فعالي دي چي ۱۰۸ ښوونځۍ یه دامهال ودانۍ لري او۱۰۲ ښونځي لااوس هم ودانۍ نلري چي زدکوونکي ترشنه اسمان لاندي په یخه اوګرمه هواکي خپلي زکړي کوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر