۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

هلمند: دبي کیفیته تیلودجوړه ولویوه فاریکه کشف اوعاملین يي ونیول سول.

راپور-۲۸-۱۰-۲۰۱۳
دهلمندولایت دملي امنیت لخوادبي کیفیته تیلودجوړه ولویوه فاریکه کشف اوعاملین يي ونیول سول.
ځايي چارواكي وايي چې په ياده سوې فابريكه كې له بيلابيلوخامو موادوڅخه تيل جوړيدل چې بيا وروسته بازارته دپلورلولپاره وړاندې کیدله .
په ورته وخت کي په دي ولايت كې موټرچلوونكي دولت پړبولي چي په دي ولایت کي د تيلوله ټيټ كيفيت اولوړوبيوڅخه يي هیڅ ډول څارنه نه ده کړي 

نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي چې دوه ورځې وړاندې په لښكرگاه ښاركې د ملي امنيت د کارکوونکولخوا هغه فابريكه كشف سوه چې په پټه يې له گچو،خاورو،تيزابواوگريسوڅخه ډيزلوته ورته تيل جوړول چې وروسته يې په اصلي تيلوگډول اوپه بازاركې يې په خلكوباندې پلورل.

د نوموړي په وينا چې په دې تړاويوتن هم نيول سوى چې دا مهال ترپلټنولاندې دى اوهمدا راز۵۹ بيلره بې كيفيته ډيزل،۱۲ بيلره تيزاب،۲۵۰ بيلره گريس يوخالي ټانكراوځينې نوروسايل هم له يادې سوې فابريكې څخه په لاس راوړل سوي دي .
په همدې حال كې په دې ولايت كې د انحصاراتوآمرحاجى شاولي وايي ددي ډول تيلوجوړول يوملي خيانت بولي اوغوښتنه كوي چې عاملينوته يې بايد سخته سزا وركړل سي.

د نوموړي په وينا چې دوى هروخت په هلمند كې ددې ډول تيلود مخنيوي په موخه څارنه كوي خودملي دامنیت له کاروونکوله هڅونه مننه کوي.
په ورته وخت کي يوشميرموټرچلوونكي وايي چې دبې كيفيته تيلواودلوړوبيوڅخه په خوراسختوستونزوکي راګیریوپه وینايي دولت يي دمخنیوي لپاره هیڅ ډول ګام نه دي پورته کړي .


د دوى په وينا چې دولت بايد دبي کیفیته تیلواوددهغودلوړوبیوپه مخنیوي کي پوره هلي څلي ترسره کړي اوعاملینوته يي دسختي سزاغوښتونکي هم دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر