۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

هلمند: په روان کال کي په زرګونه کلیوګرامه نشيي توکي نیول سوي دي.

دنشيي توکوسره دمبارزي پولیسودروان کال دپیل څخه تراوسه په زرګونه کلیواګرامه نشیی توکي نیولي دي.
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامراحمدفوادعسکري وايي دیادونشيي توکوپه تړاویوشمیرکسان نیول سوي هم دي چي عدلي اوقضايي ارګانونوته يي سپارلي دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ مطبوعاتي امراحمدفوادعسکري وايي دروان کال په جریان کي تراوسه دنشيي توکورسره دمبارزي پولیسو۶۵۰۰ کلیوګرامه نشیي توکي. تاریاک. چرس .هیروین . اوکیمیایي موادنیولي دي .
دده په خبره چي په تړاويي ۳۸ تنه قاچاق وړونکي هم نیول سوي دي . 
دعسکري په خبره چي نیول سوي کسان يي دمحکمي لپاره عدلي اوقضايي ارګانونوته سپارلي دي.

نوموړي وویل دنیول سوکسانوسره يي ۶ عرادي موټراوپنځه عرادي موټرسیکلونه هم نیولي دي
که څه هم هلمندولایت دنشيي توکوپه کرکیله کي لومړی ځاي لري خوچارواکي یه دمخنیوي لپاره هروخت دجدي ګامونه دپورته کولوژمنه کوي چي کومه مثبته پایله يي نه ده لرلي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر