۱۳۹۲ آبان ۱, چهارشنبه

هلمند;له یوي ځواني پیغلي اویوه ځوان هلک څخه سرونه غوڅ كړل سوي دي


راپور-۲۳-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې له یوي ځواني پیغلي اویوه ځوان هلک څخه سرونه غوڅ كړل سوي دي
چارواكي وايي دغه پيښه دسه شنبې په ورځ د لښكرگاه د بولان په سيمه كې رامنځ ته سوې چې په ترڅ كې يې يوځوان هلك اويوه ځوانه نجلۍ د نامعلوموكسانولخوا له خپل كورڅخه ايستل سوي اوبيا په يوه هديره كې ترې سرونه پري سوي دي .
په ورته وخت کي دبشري حقونوخپلواک کمیسون چارواکي دغه پيښه په کلکوټوکودغندلوسره بیره زیاته وي چي د تيروكلونوپه پرتله سږكال ددې ډول پيښوکچه لوړه سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وايی وژل سوی ځوان دلښکرګاه ښاردبولان دسیمي اوسیدونکی اوژل سوي انجلۍ دناوي ولسوالي اوسیدونکي ده چي دوه ورځي وړاندي دوژل سوي هلک سره دخپل کوره څخه تښتیدلي وه .
دځواک په وينا چې ياد سوي كسان د سه شنبې په ورځ په بولان سيمه كې د ځوان له كورڅخه ايستل سوي اوسيمې ته نږدې د بشران په هديره كې ترې سرونه غوڅ كړل سوي اوعاملين يې په تيښته بريالي سوي دي.

بل پلودامنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمراحمد فواد عسكري وايي هلک دهلمندواوانجلۍ  د فراه ولايت د بكوا د سيمې اوسيدونكې ده چې درى ورځې وړاندې له بكواڅخه لښكرگاه ته راتښتيدلي دي.
هغه وايي دسه شنبي په ورځ دنجلۍ دکورنۍ غړي دهلک کورته وره غلي څودهلک اونجلۍ نكاح سره وتړي خود لارې په اوږدوكې يې هغوى وژلي اومړي يې په سیمه کي غورځولي دي .
په ورته وخت کي د هلمندد بشري حقونود خپلواك كمسيون ځايي مسؤل محمد بلال صديقي دغه وژنه په کلکوټوکوسره غندي اووايي چې دوى ددې كال په اوږدوكې يوشميرقضيې ثبت كړې چي په زیاتیدوسره يي دوى انديښمن كړي دي.


دصدیقي په خبره پدي ولايت كې ددې ډول پيښولامل بيسوادي،د ډاډمن امنيت نشتوالى اوپه سیمه کي ناسم دودونه بولي اووايي چې بايد په دې برخه كې د عامه پوهاي پروگرامونوته په پراخه کچه پراختيا وركړل سي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر