۱۳۹۲ مهر ۲۷, شنبه

هلمند: ۲۱ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته

راپور٢٠١٣_١٠_١٩
دلوى اختر په ورځوکې دوسله والو طالبانو لخواپلان سوي حملي ټولي  شنډ سوي دي.
دغه څرګندوني دهلمند والي دشنبي په ورځ ديوې خبري ناستي پرمهال خبريالانو ته وکړي وويل چې په نادعلي،مارجي،سنګين او موسى کلا ولسواليو کې وسله والو طآلبانو داختر په ورځو دترهګريزو پيښو ترڅنګ،دماين دچاودنو او نورو امنيتي پيښو لپاره  پلانونه لرل چي پوليسو يې پرخپل وخت مخه ونیول نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي محمدنعیم دشنبي په ورځ ديوې خبري ناستي پرمهال خبريالانو ته وويل وسله والو طالبانو داختر دمراسيمو پرمهال په بيلابيلو سيموکې دامنيتي پيښو درامنځته کيدوپه موخه پلانونه جوړ کړي ووچي امنیتي ځوکونويه پلانونه شنډاوورته یه درنه مرګ ژوبله اړولي ده .
دوالي په وینادیوه طالب قوماندان ملامالک په ګډون یویشت تنه دمخامخ جګړي اودایساف په هوايي بریدکي وژل سوي دي چي د۱۱وسله والومړي په سیمه پاته سوي دي .

نوموړي وويل  وسله والو طالبانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍدترخه ناور په سيمه کې ديوې پوستي پولیس مسمون اوبيايې ووژني، خو پوليسو له وړاندي خبر او په ترڅ کې يې اته تنه وژل سوي او دري نوريي ژوندي هم نيولي  سوي دي.
والي دغه  راز وويل دجمعي په ورځ  په نوزاد ولسوالۍ کې هم يوه ماين په چاودنه کې يو نارينه  او يوه ميرمنه وژل سوي دي.
بل خوا دوسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايې په سنګين او نوزاد ولسواليوکې يې دماين په چاودونو او وسله بردونه کې يو شمير کورني سرتيري وژلي دي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر