۱۳۹۲ مهر ۲۱, یکشنبه

هلمند: پرموسي کلاولسوالي وسلوالوبریدونه زیات کړي دي .

راپور-۱۳-۱۰-۲۰۱۳
چارواكي وايي د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې يې وسلوال طالبان له ماتې سره مخ كړي دي
په موسي کلا ولسوالۍ كې وروسته له هغه د دولت د وسله والومخالفينولخوا وسله وال بريدونه زیات سوي چې څه موده وړاندې د سنگين له ساروان كلا سيمې څخه په شا سوله.
چارواكي وايي په موسى كلا ولسوالۍ كې يې هم مخالفين نه یوازي له ماتي سره مخ کړي بلکي هغویوته مرګ ژوبله هم اړولي ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي 
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمرمل پاسوال جمعه گل همت وايي چې د سنگين ولسوالي له جگړې وروسته وسله والوطالبانوپه موسى كلا ولسوالۍ كې د نا امنيود رامنځ ته كولوهڅه وکړه چې په دې لړكې يې د يكشنبې په شپه ددې ولسوالۍ پرڅوامنيتي پوستووسله وال بريدونه كړي چې دپولیسوله سخت غبرگون سره مخ سوي دي.
دهمت په وینا په همدې بریدکي شپږتنه وسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه ميله وسلې يې پولیسوته په لاس ورغلي دي .
 دهمت............کلیپ
په همدې حال كې په دې ولايت كې د ملي اردود دريمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد نسيم وايي چې په دې وروستيوكې يې په نادعلي ولسوالۍ كې د وسله والوطالبانوهغه زندان مات كړى چې ۷ تنه ولسي وگړي يې له دولت سره د همكارۍ په توربنديان كړي وو.
د نوموړي په وينا چې په ياد سوي زندان كې راخوشي سوي كسان ۱۲ ورځې ساتل سوي ووچې د دوى لخوا ورباندې د يوه استخباراتي راپورپه اساس عمليات ترسره اوپه پایله کي یه یادکسان ددوله منګلوڅخه خلاص کړل .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر