۱۳۹۲ مهر ۸, دوشنبه

هلمند:په سرحدي سیموکي وسلوال طالبان اوقاچاق وړونکوپه ګډه دی ولایت ته ناامني راوړي ده


راپور-۳۰-۹-۲۰۱۳ 
دهلمندولایت په سرحدي سیموکي وسلوال طالبان اوقاچاق وړونکوپه ګډه دی ولایت ته ناامني راوړي ده .
دهلمندولایت دشپږم سرحدي زون چارواکي وآيي دهمدي دواړوډلودلمنځه تلويه موخه يي دهلمندپه ګرمسیراوخانشین ولسوالي کي چاڼیزعملیات په لاره اچولي ووچي ددوشنبي په ورځ پایته ورسیدل .
دوي داهم وايي پدي عملیاتوکي یه داولس وسلوالودوژل کیدوسربیره لسګونه کړي ماینونه هم شنډکړي دي نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندولایت کي دشپږم سرحدي زون دارکان ریس سمونوال حمیدالله صدیقي وايی دهلمندپه جنوب کي دپرتودوولسوالیوګرمسیر. اوخانشین په اړونده سیموکي دوسلواالوطالبانواوقاچاق وړونکودلمنځه تلوپه موخه يي شل ورځني عملیات په لاره اچولی ووچي په پایله کي یه دیادوولسوالیوډیری سیمي ددوي دشتون څخه پاکي کړي دي
دصدیقي په خبره په دي عملیاتوکي ۱۱ وسلوال وژل سوي شپږنورټپيان او۸۰ کړي کاینونه هم دسرحدي پولیسولخواپه سیمه کي شنډکړل سوي دي .

دنوموړي په ونیاچي په سرحد ي سیموکي وسله والوطالبانواوقاچق وړونکوي په ګډه دناامنیولپاره پوره هڅي کوي دده په خبره چي په سیمه کي یه پراخ تبلیغات هم په کاراچولي چي ګواکي افغان ځواکونه ددوي دکړنودمخنیوي لپاره هیڅ ډول توانايي نلري .
صدیقي زیاته وي په دغه عملیاتوکي دوي ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي خوهغه وايي دسیمي خلک ورسره دوسلوالوطالبانودپټنځایونواودماینونوپه ښودلوکي اتیاسلنه مرسته کړي ده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر