۱۳۹۲ مهر ۱۵, دوشنبه

هلمند : ترسلوزيات پوليس افسران له مسلكي زده كړو وروسته فارغ سول

راپور-۷-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې ترسلوزيات پوليس افسران له مسلكي زده كړو وروسته فارغ سول
په لښكرگاه كې د پوليسود روزنيزمركزچارواكي وايي چې يادوسويوكسانوته چې د هلمند اونيمروز ولايتونواړوند دي د شپږمياشتوپه موده كې د پوځي زدکړوترڅنګ په بيلابيلې برخوکي ورته زده كړې وركول سوي دي .
په همدې  حال كې يوشميرفارغ سوي ساترمنان وايي له کومه وخته چي د كورنيوښوونکولخوا روزنه وركول سوې د دندوپرمهال له هیڅ ډول ننگونوسره نه دي مخ سوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دغه ۱۱۹ تنه افسران چې پکښي سرحدي اوملي پوليس شامل دي د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې فارغه سول.
په لښكرگاه كې د پوليسود روزنيزمركزقوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وايي چې يادوسويوكسانوته د تيروشپږومياشتوپه موده كې حقوقي،له خلكوسره دښه چلند،پوځي،روغتيايي اونوروبرخوكې د كورنيوښوونكولخوا روزنه وركول سوې چې په همدې ورځ ورته فراغت ليكونه وركول سول. 

هغه وايي چې دغه مركزپه ۱۳۸۸ لمريزكال كې جوړسوى چې تردا مهاله يي  تراته زره زيات پوليس اوافسران فارغ اوخپلودندوته استول سوي دي .
په همدې حال كې يوشميرفارغ سوي افسران وايي اوس مهال يې هغه زده كړې ترلاسه كړې چې بيله بهرنيانوهم كولۍ سي په ستونزمنوحالاتوكې خپلې دندې په ښه ډول پرمخ بوزي هیڅ کومه ستونزه نلري .


ددوي په ویناکه څه هم وړاندي تردي دیوډول ستونزوسره مخ وه خودیادوشپږومیاشتنیوده زدكړوپه مټ یه په مسلكي برخه كې ډيرې ستونزې لمنځه تللي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر