۱۳۹۲ مهر ۲۱, یکشنبه

هلمند:برتانوي ځواكونه پلان لري چې افغان ملي اردوپه روزنه كې پراخه ونډه واخلي

راپور-۱۲-۱۰-۲۰۱۳
برتانوي ځواكونه پلان لري چې په هلمند كې د افغان ملي اردوپه روزنه كې پراخه ونډه واخلي
د هلمند په ښوراب پوځي اډه كې د ملي اردو د روزنيزمركزبهرني روزونکي وايي چې د افغان ځواكونود روزنې لړى به پخپله د افغان روزونكولخوا مخ ته وړل كيږي خودوى په ځينوبرخوكې خپلومرستوته دوام وركوي.
ددوي په خبره چې د روزنې په دې لړۍ كې به ځانگړي مهارتونه افغان سرتيروته د برتانوي شاهي كنډك اود امريكا سمندري ځواكونود روزونكواوځينوملكي مامورينولخوا ښودل كيږي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي 
د شوراب په پوځي اډه كې د ملي اردود روزنيزمركزبهرنى قوماندان جيمزپينلم وايي چې دوى په نوموړي مركزكې د افغان سرتيرولپاره اوه پراگرامونه د پياده سرتيرواو لس پروگرامونه يې د جنگي خد متونولپاره په لاره اچولي چې دا لړى د بهرنيوروزونكود سل كسيزې ډلې لخوا پرمخ وړل كيږي.
د نوموړي په وينا چې ياد سوى پروگرام د يوه ښوونځي په ډول د افغان سرتيرولپاره په لاره اچول سوى چې په ترسره كولوسره به يې افغان سرتيري ددې وړتيا خپله كړي چې هرډول عمليات به په يوازې توگه پرمخ بيايي.
دجیمز............کلیپ
د جيمزكليپ)) لكه څنګه چې له وړاندې په ډاگه شوې چې له دې وروسته به افغان ملي ځواكونو ته د دوى لخوا روزنه وركول كيږي، په داسې حال كې چې وړاندې د ايساف ځواكونو له لوري وركول كيدله ، خو د ايساف همكاري به د افغان ملي ځواكونو د روزنې د څارپه برخه كې به خپلي همكارى ته دوام وركړي.
د نوموړي په وينا چې د سكاټلند شاهي كنډك څلورمې لوا له وړاندې په دې برخه كې گامونه پورته كړي اوڅه موده وړاندې يې دا لړى په عملي ډول د افغان سرتيرولپاره پيل كړې ده.

دا په داسې حال كې ده چې د نوموړي مركزچارې تيركال په رسمي توگه افغان روزونكوته وسپارل سوې چې د مسؤلينوپه وينا نوموړى مركزد هيواد په كچه د روزنې په برخه كې لومړى نوم لري چې د تيرودريوكلونوپه موده كې يې زرگونه افغان سرتيري روزلي اودندوته ليږلي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر