راپور-۲۰-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې به د نيشه يي توكود كرد مخنيوي په برخه كې
كوټلي گامونه واخیستل سي .
چارواکي یوځل بیاپه سیمه کي
دکوکنارودکښت دمخنیوي خبرپه داسې حال كې ورکوي چې اوس مهال په هلمند كې د كوكنارود كركيلې
لپاره کرونده ګرپه
پراخه کچه تیاري نیسي .خوچارواكي وايي وړاندې له
دې چې کوکناروكرل
سي
دوى به يې پر
وړاندې کوټلي ګامونه
پورته کړي .
په همدې حال كې امنيتي چارواكي وايي دکوکنارودکرمخنیوی دکرونده ګروسره لازمي مرسته
یاده وي نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد
سروري راکوي .
دهلمندوالي محمدنعیم نعیم
وايي كه څه هم اوس مهال په دې ولايت كې د
كوكنارود كروخت رارسيدلى دوى هم
پلان لري چي د ټولوامنيتي ځواكونوسره په همغږى د هغه كسانومخه
په كلكه ونيسي چې غواړي په خپلوځمكوكې دكوكنارکښت وکړي .

په ورته وخت کي دهلمندولایت
دامنیه قوماندانۍ دامنیت امرمل پاسوال جمعه ګل همت وايی که څه هم دوي دنوروامنیتي
ځواکونوسره دکوکنارودکښت په لمنځه وړلوکي پوره چمتوالي لري خوپه وینايي پدي برخه
کي پوره هڅوته اړیتاسته .
همت وايي ډیری كروند
گروپه دي موخه ورسره دکوکنارودنه
کرلوژمنه کړي چي دولت ورسره د كيمياوي سرو،اصلاح سويوتخمونواونورو
كرنيزوتوكومرسته وكړي.
مسولین پداسي حال کي
دکوکنارودکښتونودمخنیوي لپاره دپوره چمتوالي خبرورکوي چي پدي ولایت کي اوس مهال
کرونده ګردکوکنارودکښتونولپاره دمځکوپه چمتوکولوبوخت دي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر