۱۳۹۲ مهر ۴, پنجشنبه

هلمند:دنشه يي توکو درياست لپاره نوي ودانۍ جوړيږي

راپور٢٠١٣_٩_٢٧
دهلمند په مرکز لښکرګا کې دنشه  يي توکو درياست لپاره نوي ودانۍ جوړيږي.
دغه ودانۍ چې دپنجشنبي په ورځ  يې دبنسټ ډبره کښيښودل سوه لګښت ېې دملګرو ملتونو دنشه يي توکو او جرمونو دمخنيوي اداره ورکوي او په راتلونکو پنځومياشتوکې به يې دجوړېدو چاري بشپړي سي.
چارواکي وايي چې وړاندي تر دې یه دنشه يي توکودمبارزي رياست لپاره  ودانۍ نه وه  چې له امله  يې په کارونوکې خورازیاتي ستونزي وي چپي په جوړیدوسره به يي پرتي ستونزي حل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمند والي محمد نعيم په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې دغه ودانۍ په دوهمه اداري ساحه کې جوړيږي چې له بشپړېدو سره به  يې ددې رياست مخکنۍ ستونزي هواري او په کارونوکې به  يې دپخوا په پرتله  څوبرابره ښه والى راسي.
والي وايي هڅه کوي چي پدي ولایت دټولوریاستونولپاره دودانیوپه جوړیدوکي به پوره هڅه وکړي څوکارکوونکي دځاي دنه شتون دستونزوڅخه په امن کي وي .

دغه راز  په هلمند کې دنيشه يې توكو په وړاند دمبارزي ريېس سيد احمد ورور وايي ددې ودانۍ مالي لګښت ۳۹۷ زره  امريكايي ډالره كيږي چي دملګرو ملتونو دنشه  يې توكو او جرمونو دمخنيوي اداري لخوا وركول كيږي.
ورور زياته  کړه دغه ودانۍ په يو جريب ځمكه كې جوړیږي چي دپنځو مياشتو په موده كې به چاري بشپړي سي .هغه وايي داحاطي دديوال ترڅنګ،يودغونډو تالار،څلور اداري خوني، تفريحي پارك،دموټرو تم ځاى، او نور ټول ملحقات ورته  په  پام كې نيول سوي دي.


بایدوویل سي چي دچهارشنبي په ورځ هم ۹۷۰۰۰ ارمریکايي ډالروپه ارزښت دنادعلي ولسوالي دنورزوپه کلي کي دیوه ښوونځۍ دودانۍ دبنسټ ډبره کښیښودل سوه 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر