راپور٢٠١٣_٩_٨
دسنګين ولسوالي دجګړي له امله پرلښکرګاښاريانو دوه اونۍ کيږي چې بريښنا په تپه بنده سوي ده.
ددې ولايت دبريښنا درياست مسسئولين که څه هم وايې چې دبريښنا مزي دجګړي له امله پري سوي دي خولښكرګاه ښاريان بيا وايې چې په
سنګين او کجکي ولسواليو کې په ډيری سيموکې وسله والو طالبانو مزي قصدً پري کړي دي او دولت
يې په رغولوکي پاته راغلي
دي .
دلښکرګاه ښاراوسیدونکي وايي چې بريښنا د وسله والوطالبانوپه واك كې ده اودولت په دې نه دى
توانيدلۍ چې په تيرولسوكلونوكې ددې لوي يي غميزې مخه
ونيسي.هغه ځکه چي بریښناریاست دولتي مسولینوته ډیزلي بریښناورکوي .
نورحال
دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي


که څه هم
دبريښنا مسئولين وايې چې په لښکرګا
کې بريښنا نسته خو عام ښاريان بيا ادعا کوي چې په
لښکرګا ښار کې دولتي مسئولينو ته دبريښنا درياست له لوري په ځانګړيو مزيو کې دجنراتورنو بريښنا
ورکول کیږي نو له دې امله په سنګين کې دبريښنا دستونزي په هواريدوکې چارواکي کوټلي ګامونه نه پوره ته کوي.
دوي زياته وي چې د بريښنا د نشتوالي له امله ډيرى
ستونزي ملكي وگړوته اوړي په داسې حال كې چې چارواكي اوس هم په شخصي توګه له پوره
بريښنا څخه برخمن دي.
كه څه هم دكجكي د بريښنا فابريكه اوس مهال ۳۲
ميگاواټه بريښنا توليدوي خود چارواكوپه وينا د دې بريښنا ډيرمحصول وسله وال طالبان
ترلاسه كوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر