۱۳۹۲ مهر ۴, پنجشنبه

هلمند: دسنګین ولسوالي جګړي دپوهني بهیرته سخته ضربه ورکړي ده


راپور-۲۵-۹-۲۰۱۳
د هلمند په سنگين ولسوالى كې روانوجگړود پوهنې بهيرته سخته ضربه ورکړي ده .
په دغه ولسوالي کي چارواکي اودپوهني مسولین وايي دامهال په دي ولسوالي کي دري ښوونځي تړل سوي اودیونورښوونځیوچاري هم  ټكنى سوې دي.
په ورته وخت کي ددي ولسوالي اوسیدونکي وايي چي ښوونکي دوسلوالوطالبانوله جدي ګواښ سره مخ دوي زیاته وي که دغه لړۍ دوامداره سي دډيرۍ شمیرښوونځیودروزي به وتړل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د سنگين ولسوالى د پوهنې مسؤلين اوچارواكي وايي چې تيرې يوې مياشتينى جگړې نه يوازې په دې ولسوالى كې د دريوښوونځيودروازې د زده كوونكوپرمخ تړلې سوي دي اود نورو۱۴ ښوونځيوښوونكي هم د وسله والومخالفينوله گواښونوسره مخ دي چې له امله يې په دې ولسوالى كې د پوهنې په برخه کي زیاتي ستونزي رامنځته کړي دي .
د نوموړې ولسوالى د پوهنې مدیرحاجي احمد وايي چې په دې ولسوالى كې ۱۷ ښوونځي فعاله درلودي چې دمګړي یه يې ۱۴ ښوونځي په خوراستونزمنوحالاتوكې د زده كوونكوپرمخ پرانيستي دي.

په همدې حال كې د سنگين ولسوال حبيب الله شملانى هم په دې ولسوالۍ كې يادې سوې ستونزې مني اووايي چې د امنيت له ټينگښت وروسته به د ښوونځيوپه پرانيستلواواوپدي برخه کي دهرډول مرستي دهمکاري خبرورکوي .

نوموړى هم مني چې څه موده وړاندې په دې ولسوالۍ كې د وسله والوطالبانولخوا په دې نامه یوښوونكي ټپي اود بل دوه اولادونه د ماين په چاودنه کي ووژل چي ښوونکی دی .
که څه هم دهلمندولایت د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفرپدی ولایت کي دپوهني په برخه کي پرتي ستونزي مني خوزیاته وي چي دحل کولولپاره به يي جدي ګامونه پورته کړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر