۱۳۹۲ شهریور ۱۶, شنبه

هلمند:يونيم ټن کيلوګرامه چاوديدونکې توکي ونيول سول .

راپور٢٠١٣_٩_٧
 دهلمند امنتي مسئولينوديونيم ټن کيلوګرامه چاوديدونکې توکودنيول كيدوخبروركړ.
په دې ولايت کې دشپږم سرحدي زون چارواكي وايي دجمعي په ورځ  يې دپاکستان پولي ته څيرمه  په خانشين ولسوالۍ کې دخپلوپټو معلوماتو پربنسټ په يوه موټرکې ځاى پرځاى سوى هغه مواد نيولي دي چې په ماينونو اونورو بمي چاودنوكي کارول کيږي.
دهلمندولايت څخه زموږهمكارسردارمحمد سروري نورحال راكوي 
په هلمندکې دشپږم دسرحدي زون دپوليسو ددوهم کنډک قوماندان سمونمل علي جان دشنبي په ورځ خبريالانو ته وويل تيره ورځ يې دترلاسه سوي راپورونو لمخي دګاونډي هيواد دپاکستان پولي ته  څيرمه دخانشين په ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ١٣٧۵ کيلو ګرامه هغه مواد په يوه موټرکې له  يو تن سره ونيول چې وسله وال طالبان يې په  ماينونو،موټربمونو او ځآن وژونکو بريدونوکې کار وي.

دده  په خبره چې نيول سوي کس په دې اعتراف کړى دى چې ياد مواد يې له پاکستان څخه  دفراه ولايت دبکوا سيمي ته ليږدول او بيا له  هغه ځاى څخه يې  وسله والو طالبانو نورو سيمو ته دماينو دجوړيدو په موخه تيري كاراخلي .
علي جان زياته کړه  چې اوسمهال ددولت وسله وال  مخالفين  له دوى سره مخامخ جګړه نه سي کولى همدا چاودني او ځان وژونکې بريدونه دي چې هغه هم  ډيرى وخت دملکي وګړو دمرګ ژوبلي سبب ګرځي
نوموړي ټولي هغه كشفي اداري په نه همكاري تورني كړي اوغوښتنه كوي چي پدي برخه كي دي دولت ورسره پوره مرسته وکړي ترڅو په بشپړه توګه ددغه ډول موادو دليږد مخه ونيول سي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر