۱۳۹۲ مهر ۶, شنبه

د هلمند په سنگين ولسوالۍ كې درواني جګړي سره د ناروغيوكچه ورځ تربلي زیاتیږي

راپور-۲۸-۹-۲۰۱۳
د هلمند په سنگين ولسوالۍ كې درواني جګړي سره د ناروغيوكچه ورځ تربلي زیاتیږي .
دیادي ولسوالي اوسیدونکي وايي په دي ورستیوکي دتیري جګړي له امله یوډول تنفسي نارغیوکچه لوړه سوي ده چي ددي ولسوالي اوسیدونکي یه له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .
دوي زیاته وي که يي مخه ونه نیول سي لري نه ده چي دغه ناروغي په یوه ناورین بدله سي .
په ورته وخت کي چاواکي هم دغه ستونزه مني اولامل يي دجګړي له امله دخلکوبیځایه کول بولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین ولسوالي اوسیدونکي وايي ددوامداره جګړي په دي ولسوالي کي خلکوته په پراخه کچه ستونزي رامنځته کړي دي . ددوي په خبره اوس مهال پدي ولسوالي کي دباروتودبوي دتنفس کولوله امله يي په سیمه کي دتنفسي .جلدي .عصبي .اوروحي ناروغۍ زیاتي سوي دي
ددوي په خبره په سیمه کي درواني جګړي له مله زیات شمیرڅاروي هم مړه سوي چي دخوساکیدوله امله يي په خلکوکي تنفسي ناروغي خپره کړي ده .

دسیمي اوسیدونکي ویره لري که ددغي ناروغۍ مخه وه نیول سي ښايي خلک له جدي ګواښونوسره مخ سي .
بل پلودهلمندوالي محمدنعیم هم پدي ولسوالي کي دناروغیوزیات والي مني اووايي چي سیمي ته روغتیايي کارکوونکي استولي ترڅوددي نارغیودمخنیوي لپاره پوره هڅه وکړي .

دوالي په خبره سیمي ته يي دروغتیايي کسانوسره درمل هم لیږلي دي څو ناروغوکسانوته یي په ویاړتوګه ووي شي .

دا په داسې حال كې ده چې د سنگين ولسوالۍ د ساروان كلا سيمه د تيرې يوې مياشتې راپه ديخوا د دولت اووسله والوطالبانوترمنځ د درنوجگړوشاهده وه.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر