۱۳۹۲ مهر ۷, یکشنبه

دهلمند :په مارجي ولسوالۍ كې ځانمرګي بريد پوليسواوملكي وګړوته مرګ ژوبله واړوله

خبر۲۰۱۳_۹_۲۹
دهلمند په مارجي ولسوالۍ كې ځان وژونكې بريد پوليسو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
دهلمند دوالي وياند عمرځواك وايې پيښه ديكشنبي په ورځ له غرمي مخكې لس نيم بجي دمارجي ولسولۍ دامنيه قوماندانۍ ته څيرمه ځان وژونكى بريد له امله رامځته  سوه.
دده  په خبره ځان وژونكى پلي روان او غوښتل يې چې امنيه قوماندانۍ ته  ځان ورسوي خو پوليس پري خبر او نوموړي ځآن پوري تړلي چاودونكوتوكو ته چاودنه وكړ چې په ترڅ كې يې يو پوليسو افسر دكاكي په نوم  چې دمركزي مامورين  مشر و ووژل سو او دوه  نور ملكي وګړي يې  ټپيان  سول.
دامنيه قوماندانۍ دهمغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتك وايې په  پيښه كې يو تن ملكې وګړۍ وژل سوى دى.
دسمي اوسيدونكې وايې يو تن  ملكي وګړى  هم  په دي پيښه کي وژل سوي دي او دري نور ملكي وګړي ټپيان  دي چې يو ښوونكى هم  پكې سامل دى.
دا په داسي حال كې دوه شپي وړاندي په  لښكرګاه كې ديوه موټربم  ځان وژونكې بريد په ترڅ كې هم يو پوليس  ووژل سو او ديوه  پوليسو په ګډون څلور ملكي وګړي ټپيان سول.
تيره ورځ   ددې ولايت دملي امنيت  رياست ديوه موټر بم او نورو چاوديدونكو توكو دنيولو خبر وركى.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر