۱۳۹۲ شهریور ۲۳, شنبه

چارواکي: وسله وال طالبان دسنګین ولسوالي څخه دتیښتي به حال کي دي

راپور۲۰۱۳-۹-۱۴
چارواکي: وسله وال طالبان دسنګین ولسوالي څخه دتیښتي به حال کي دي .
دچارواکوپه ویناپه یاده ولسوالي که یه پروسلوالوطالبانولاري بندي کړي اودوي نسي کولای چی جنګي امکانات په لاس راوړي نوځکه اوس دتیښتي هڅي کوي .
په نوموړې ولسوالى كې د شاوخوا تيرودريواونيوراپه ديخوا وسله وال طالبان اودولتي ځواكونه په جگړه كې بوخت دي چی یوبل ته ددرني مرګ ژوبلي خبرونه هم ورکول سوي دي .
سردارمحمد سروري یه په اړه نورحال راکوي  .
په هلمندکي ۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان تورن جنرال سیدملوک دسنګین ولسوالي په جګړه کي یه دتیرودریوورځوپه اوږدوکي تر ۵۰ تنوزیات وسلوال طالبان وژلي دي اوپه هم دغه شمیريي وسلوال ټپي کړي هم دي .
هغه خپل لوريته هم دمرګ ژوبلي ادعاکوي خوزیاته وي چي همري هم نه ده لکه وسلوال طالبان چی یادونه کوي .

د۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان وایي دهلمندامنیتي ځواکونه پیاوړي سوي دي اوډیری سیمي یه هم دوسلوالودشتون څخه پاکي کړي دي اوپه سیمه کي امنیتي پوستي ځاي پرځاي سوي دي .
په ورته وخت کي دهلمندولایت دامنیه قوماندانئ دامنیت امرپاسوال جمعه ګل همت وايي دسنګین ولسوالي په جګړه کي یی وسلوال طالبان له ماتي سره مخ کړي دي .
دهمت په خبره دیوه امنیتي پلان لمخي به دسنګین ولسوالي دګرماب . ساروان کلا. اواذان په سیموکي به هم عملیات په لاره واچوي .

په هلمندکي امنیتي مسولین وايي وسلوال طالبان ځکه په سنګین ولسوالي کي دجګړي لپاره پوره هڅي کوي چي ددي لاري څخه دافغانستان دشمالي سیموته دنشه يي توکودقاچاق لپاره لاره هواره کړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر