۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۷, شنبه

په هلمند كې ملي امنيت له دريوتنوسره زرگونه د پيكا ماشينگڼې اوكلاشينكوف مرمى نيولې دي







په هلمند كې ملي امنيت له دريوتنوسره زرگونه د پيكا ماشينگڼې اوكلاشينكوف مرمى نيولې دي
د هغه ځانگړيوعملياتوپه ترڅ كې چې د شنبې په شپه په هلمند كې د ملي امنيت لخوا د پټومعلوماتوپربنسټ د لښكرگاه ښارپه صافيانوسيمه كې په يوكورترسره سوي په ترڅ كې يې درى تنه ترهگرهريوخان محمد،عبدالباري اوآغا جان په نومونود پيكا ماشينگڼې اوكلاشينكوف له ۵۰زره مرميو،دوه ميله كلاشينكوفونو،درى پايې مخابرو،يوه عراده كرولاموټراودريوپرتلوسره يوځاى نيول سوي دي.
د ملي امنيت سرچينې وايي چې يادوكسانوغوښتل دغه وسلې اومهمات له لښكرگاه ښارڅخه ځينوولسواليوته وليږدوي چې له ليږدول كيدو وړاندې ونيول شول اود مهال ترپلټولاندې دي.
په همدې حال كې د جمعې په ورځ پوليسود هلمند د نادعلي ولسوالى د شاول په سيمه كې دوه تنه هريوفيض الله مشهورپه فيضان اومحمد عمرچې د وسلوالومخالفينواړوند كسان دي په زوريې له خلكوڅخه د عشراوزكات په نوم پيسې ټولولې نيولي دي اودا مهال ترپلټنولاندې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر