۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبه

په هلمند كې د وسلوالومخالفينوپنځه كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى سوه









په هلمند كې د وسلوالومخالفينوپنځه كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى سوه
دوسلوالوطالبانوپنځه كسيزه د هلمند د ملي امنيت په هڅود جگړې څخه لاس واخيست اود سه شنبې په ورځ يې په سنگين ولسوالى كې خپلې وسلې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل اود نورودولتي ادارومسؤلينوگډون درلود د سولې پروسې ته وسپارلې.
دغه كسان چې د سولې له پروسې سره يوځاى سول ددې مراسموپرمهال يي وويل چې تيرڅلوركلونه يې د دولت په مخالفت كې تيركړي اوپه همدې موده كې يې له ورانى او وروروژنې پرته بل څه نه دي ليدلي اواوس يې هوډ وكړچې د سولې له پروسې سره يوځاى اود هيواد په بيا رغونه اوپرمختگ كې ونډه واخلي.
دا په تيروڅومياشتوكې په سنگين ولسوالى كې د وسلوالوطالبانودوهمه ډله ده چې د سولې له پروسې سره يوځاى كيږي.
په همدې حال كې په هلمند كې د ملي امنيت منسوبينود تيرې يوې اونى په اوږدوكې په لښكرگاه اوڅلوروولسواليوكې دوه ميله پيكا ماشينگنې،نهه ميله كلاشينكوفونه،درى ميله ټي ټي تومانچې،۱۳حلقې ماينونه،دوه ميله ۳۰۳برټوپكونه اوڅلورريموډ كنټرولونه په بيلابيلوپلټنوكې ترلاسه كړي دي.
د يادې ادارې سرچينې وايي چې يادې وسلې اوچاوديدونكي توكي يې د وسلوالومخالفينولخوا په هلمند كې د بدرد عملياتوله اعلان وروسته نيولي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر