۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه








دهلمند والى محمد ګلاب منګل دسنګين ولسوالۍ په لاره تر و سوله وال بريد لاندې راغى خو ورته زيان نه دى اوښتى.
محمد ګلاب منګل له ىو شمير نورو چارواکو سره سنګين ولسوالۍ ته دموټرو له لارې ولاړ او هلته يې دىو شمېر بيارغونې دکارونو افتتاح وکړه او دىوه ښوونځې دبنسټ ډبره يې کىښوده
ددغه ولاىت امنيه قومندان ويلي چې په بريد کې ددولت هيڅ غړي ته زيان نه دى اوښتى خو دوسله والو ‌‎طالبانو دوه تنه يې وژلي دي
دهلمند والي وروسته تر خپل سفر په مرکز لښکر ګاه کې خبري رسنيو ته وويل چې نن سهار يې سنګين ولسوالۍ ته دموټرو له لارې سفر وکړ خو له هغې خوا دراتګ پرمهال پرې دفتيح محمد دپېچ سيمه کې وسله وال بريد وسو
والي وايي موټر يې يولس مرمۍ وخوړلې خو داچې ځغره وال وو نو له همدې کبله يې پرې اثر نه دى کړى.
محمد ګلاب منګل دهلمند له امنيه قومندان محمد حکيم انګار او دملي امنيت له ريس نظر علي واحدي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې ددغې ولسوالې سړک چې دڅلويښت کىلو مترو په شااو خواکې واټن لري په باخه او اساسي ډول جوړ سوى دى.
دى وايى دسفرموخه يې سنګين ته ددې ولسوالۍ له خلګو سره ليدنه او ديوه جومات دبيارغونې دکار بشپړىدلو تر څنګ ديوه ښوونځې دبنسټ ډبره ايښودل وو.
دهملند امنيه قومندان محمد حکيم انګار ددغې خبري ناستې پرمهال وويل چې دفتح محمد پېچک سيمه چې اوس مهال پکې دوسله والو مخاليفىنو له لوري کمين نيول سوى وو يوه حاصل خېزه سيمه ده.
انګار وايي په دغه سيمه کې دخلکو غنم او ونې ولاړى وې نو ځکه يې مخاليفين تر سخت فشار لاندې رانه وستل او په ځوابې ډزو کې دوسله والو مخاليفينو دوه تنه وژل سوي او جسدونه يي پوليسو ته په لاس ورغلي دي
قومندان وايى ددوى دکاروان هىڅ غړي ته زيان نه دى اوښتى
دوسله والو طابانو وياند قاري يوسف احمدي دپېښې پړه په غاړه واخسته او وايي چې دسنګن دفتح محمد پيچ سيمه کې يې دوالي کاروان ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر