۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

په هلمند كې په بيلابيلوعملياتوكې د دريوقوماندانانوپه گډون ۱۱ وسلوال طالبان نيول سوي دي



په هلمند كې په بيلابيلوعملياتوكې د دريوقوماندانانوپه گډون ۱۱ وسلوال طالبان نيول سوي دي
هغه ځانگړي عمليات چې د يكشنبې په شپه د گرشك ولسوالى په سپين جومات سيمه كې د گډوځواكونولخوا ترسره سول پرترڅ كې يې د حقيارپه نوم د وسلوالوطالبانويوقوماندان له خپل يوتن ملگري سره نيول سوى دى.
نوموړى د سپين جومات اوباباجي د سيموپوځي مسؤل و.
همداراز د دوشنبې په شپه د مارجې ولسوالى اړوند د تريخ ناورپه سيمه كې هم د گډوځواكونوپه ځانگړيوعملياتوكې ملاعبدالولي له خپلودريوملگروسره نيول سوى اوپه همدې شپه په مارجې ولسوالى كې ملااكرام له خپلوڅلوروملگروسره نيول سوي دي.
نوموړي به په مارجه خلك گواښل چې له دولت سره همكاري ونه كړي اوهم يې په وسلوالوكمينونوكې فعاله ونډه درلوده.
ددې ټولوعملياتوپه لړكې ډزې نه دي سوې اونه هم پكې ولسي وگړواوگډوځواكونوته زيان اوښتى.
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي اعلاميه كي دطالبانودبدرعمليات تش په نامه نومول سوي دي خوددي پيښوپه اړه وسلوالوطالبانوڅه نه دي ويلي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر