۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

په هلمند كې د بولان د چرگانود روزنې فارم خصوصي سكتورته وسپارل سو





په هلمند كې د بولان د چرگانود روزنې فارم خصوصي سكتورته وسپارل سو
دغه فارم د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د كرنې اومالدارى وزيرمحمد اصف رحيمي،د هلمند والي محمد گلاب منگل،په افغانستان كې د امريكا د نړيوال پرمختيايي ادارې مرستيال باب هيلراويوشميرنورولوړپوړوچارواكوگډون درلود خصوصي سكتورته وسپارل سو.
په دې مراسموكې د كرنې اومالدارى وزيرمحمد آصف رحيمي وويل چې دالړى به د هيواد نوروولايتونوته هم وغزول سي اود همدې چرگانونسل ته به په نوروولايتونوكې پراختيا وركړل سي.
نوموړي دا مهال په هلمند كې امنيتي حالت ښه وباله اوزياته يې كړه چې د امنيت له پراخوالي سره د كوكناروپه كركيله كې هم كموالى راغلى اوډيرى كروندگرو رواكښتونوته مخه كړې ده.
نوموړي زياته كړه چې ياد فارم دامهال د هلمند د اوسيدونكوديرش سلنه د هگيواو۱۰سلنه د غوښې اړتيا پوره كړې اونوموړى فارم په ۲۰۰۷ميلادي كال كې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړسوى دى.
د كرنې اومالدارى وزيردا هم وويل چې دا مهال دغه فارم په هره مياشت كې ۹۰زره چرگوړي او۷۵۰ټنه د چرگانودانه توليدوي چې په لښكرگاه اوولسواليوكې د ۱۲۰پلورنځيوله لارې پلورل كيږي.
په دې مراسموكې د هلمند والي محمدگلاب منگل د امريكا له مرستوڅخه مننه وكړه اوزياته يې كړه چې د امريكا خلكواودولت نه يوازې په دې برخه كې د پام وړمرستې كړې بلكې په نوربرخوكې يې هم زياتي مرستې ترسره كړې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر