۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

په هلمند كې د لومړي ځل لپاره لسگونه زندانيان له حرفوي زده كړوفارغ سول







په هلمند كې د لومړي ځل لپاره لسگونه زندانيان له حرفوي زده كړوفارغ سول
دغه ۵۸تنه زندانيانوچې د هلمند په مركزي محبس كې د بند شپې ورځې تيروي د ننه په محبس كې يې د قرآن كريم د قرائت،كمپيوټر،گلدوزى،كالي گنډلو،لاسي صنايعو،نل غزونې،پخلي،فلزكارى اوباغوانى په برخوكې حرفوي زده كړې ترلاسه كړې د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې د هلمند والي محمدگلامنگل،د ولايتي شوراغړو،ديني عالمانو،قومي مشرانواولسگونوزندانيانوپه گډون جوړسوي ورته د فراغت سندونه وركړل سول.
په دې مراسموكې د هلمند والي محمدگلاب منگل دخپلې وينا پرمهال وويل چې يادوزندانيانوته د حرفوي زده كړوزمينه دهغه حقونوپربنسټ برابره شوې ده چې په اساسي قانون كې وركړل سوي دي اود نورو ولايتونوپه پرتله په هلمند كې د زندانيانوحقونوته ډيره پاملرنه سوې اوله حرفوي زده كړوڅخه د دوى فراغت ددې حقونوښكاره بيلگې دي.
په همدې حال كې ياد زندانيان وايي چې د هلمند مركزي محبس د تيروڅوكلونومحبس نه دى د دوى ټول حقونه په پام كې نيول سوي اوټولې هغه آسانتياوې په واك كې وركړل سوې چې د يوه انسان د اوسيدولپاره اړينې دي اودوى دامهال په زندان كې هيڅ ډول ستونزه نه لري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر