۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

په ايران کې پر يو کس د ړندولو د سزا عملي کيدل وځنډيدل ددسپين غر څخه په منني

اټکل سوې وه د شنبې په ورځ د تهران په ىو روغتون کې محکمې د پريکړې سره سم د هغه سړي سترګې په تىزابو ړندې شي چې د ىوې نجلۍ پر مخ ىې تىزاب شندلې وو او هغه ىې ړنده کړې وه .
دا پرىکړه باىد شنبې په ورځ عملي سوى وى خو له تهران څخه ورکړل سوې راپورونه وايي د نامعلومو دلاىلو له مخې ددې سزا عملي کىدل وځنډول سول. دا چې بىا به دا پرىکړه کله عملي سي چارواکو کومه نوې نىټه نه ده ټاکلې .
د مجىد مواحدي په نوم په دې کس محکمې د ړندولو پرىکړه وروسته له هغې وکړه چې نوموړى دوه کاله وړاندې دې خپلې ىوې ټولګىوالې نجلۍ پر مخ د تىزابو په شىندلو اعتراف وکړ.
وىل کې کېږي چې مجىد مواحدي د امنه بهرامې په نوم نجلۍ له اوږدې مودې څخه زوروله او له هغې ىې په زوره غوښتنه کوله چې له ده سره دې واده وکړي . کله چې دې نجلۍ ددې هلک بىا بىا غوښتنو ته د نه ځواب ورکړ نو ىوه ورځ تورن دا نجلۍ د بسونو له ىو تم ځاى څخه تعقىب کړه او کله چې ورسره مخ شو نو د تىزابو ډک بوتل ىې د هغې پر مخ ور وشىنده .
د امنې په نوم دا نجلۍ چې اوس په دواړو سترګو ړنده ده او مخ ىې د کتلو نه وتلى دى وايي د تىزابو له شندلو وروسته مې داسې احساس وکړ لکه اور مې چې په سترګو پورې نښتي وي تىزاب مې په مخ او غاړه هم راغلل او کله مې چې سترګو ته لاسونه ىوړل نو لاسونه مې هم په تىزابو وسول .
دا نجلۍ ددې سزا د عملي کىدو لپاره له هسپانىې څخه تهران ته رسىدلې ، نوموړې په ىوې مرکې کې وىلي دا چمتو ده چې ددې هلک په سترګو کې د تىزابو په اچولو سره نوموړى ړوند کړي او دا کار په بشپړه توګه ددې حق دى .

هغې وىلي که داسې ممکنه نه وي نو محکمه دې ډاکتران وګوماري څو پر دې د تىزابو شىندونکى په دواړو سترګو ړوند کړي .
دا لومړى ځل دى چې د اىران محکمه د ىو چا د سترګو د ړندولو پرىکړه کوي او تر دې د مخه د دا ډول سزا بىلګه نه ده لىدل سوې .
دبښنې نړېوال سازمان او د بشري حقونو ډلو له اىران څخه غوښتي چې د سترګو د ړندولو دا سزا دې نه عملي کوي . اوس معلومه نه ده چې نن ولې اىران ددې سزا عملي کول تر نامعلوم وخت پورې وځڼدول .
اىران ، افغانستان ، هندوستان او پاکستان هغه هىوادونه ده چېرې چې په لوىو ښارونو کې د هغو کوڅه ډبو ځوانانو شمىر تر بل هر څه زىات دي چې په لارو کوڅو کې نجونو او ښځو ته مزاحمتونه کوي او د مخنىوي لپاره ىې تر اوسه د سىمې په ىو هېواد کې هم اغىزمن اقدام نه دى سوى .
په کابل او د افغانستان په ګڼو نورو ښارنو په لارو کوڅو کې هم دا ډول ځوانانو شمىر ډىر زىات دى چې د ورځې ىوه زىاته برخه ىې په لارو کوڅو کې د نجونو په زورونه تىرىږي . همدا زورونې کله ناکله د داسې پېښو سبب کېږي چې په اړه ىې خبرې هم ګرانې وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر