۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبه

په هلمند کې د ايساف په هوايي بريد کې زموږ شل تنه بيگنا هيواد والوته مرگ ژوبله واوښته







په هلمند کې د ايساف په هوايي بريد کې زموږ شل تنه بيگنا هيواد والوته مرگ ژوبله واوښته
د هلمند د نوزاد ولسوالى د سلام بازارپه سيمه کې د امريکا د سمندري ځواکونوپه قرارگاه د سرې کلاله سيمې څخه وسلوال بريد سوى چې په ځوابي بريد کې سمندري ځواکونوله هوايي ځواک څخه مرسته غوښتې اوپه ياده سيمه کې يې له هوا څخه دوه کورونه په نښه کړي چې له بده مرغه په دې هوايي بريد کې زموږ ١٤تنه بيگناه هيواد وال چې پنځه نجونې او اوه تنه هلکان اودوې تنې ښځې دي په شهادت رسيدلي اوشپږتنه چې پکې درى ماشومان يوه ښځه اودوه تنه نورټپيان سوي دي.
د هلمنديت دمطبوعاتي دقترڅخه په يوه خپره سوي خپرپاڼه كي د ايساف ځواکونوڅخه يې غوښتي چې له دې ډول بريدونوڅخه په کلکه ډه ډه وکړي.
ددې پيښې د څرنگوالي لپاره د ولايت له لوري يوپلاوى ټاکل سوى چې ډيرژربه يې لامل په ډاگه کړي.
خودالومړي ځل نه دي چي ډاول پيښي رامنځته كيږي اواساف ځواكونه دي بيګناخلګ نه وژني






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر