۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

په هلمند کى د لمړى ځل لپاره ۲۱ تنه د۱۲ تولګى فارغين د پوليسو اکاډمى ته ځى





هلمندكي ددولسم ټولګي دفارغينوڅخه دپوليسوداكاډمي لپاره ازموينه واخيستل سوه په
پدي ازموينه كي شاوخواددوه ويشت تنوځوانانوبرخه اخيستي وه
دهلمندامنيه قوماندان دپوليسوپه ليكوكي ددولسم صنف فارغوسووځوانانوورګيډل يونيك ګام بولي په ازموينه كي ناست ځوانانوهم پدي كارخوښ دي وايي دوي به دخپل هلمندلپاره خدمت كوي
په هلمند کى د لمړى ځل لپاره ۲۱ تنه د۱۲ تولګى فارغين د پوليسو اکاډمى ته ځى
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارواىى چى دكورنيوچارو وزارت د جګړه ځپلو ۱۳ ولاىتونو لپا ره ىاد پروګرام پلى کړى ترڅوهغوى دهمدى لارى د پولىسو ۶ مياشتنى زدکړى نه وروسته د۱۲ تولګى ياد فارغىن مسلکى اوپه دندو وګمارى.
دده په خبره چى دهلمند ولاىت لپاره يى ۷۰ کسه سهم ورکړى وو چى دامهال ۲۱ تنه حاضرسوى اوهغوى به په راتلونکو دوو ورځو کى مرکزکابل ته د زدکړى لپاره وه ليږى
دامنيه قوماندان په خبره ياد کسان به له زدکړى وروسته په هلمند کى په دندو وګمارى او د پوليسو د بى سوادى کچه به تر ډيره بريده راټيټه کړى
هغه وايي دامهال د پوليسو په ليکو کى د سوادکچه خوراټيټه ده اودوي هڅه كوي ترڅوددي لپاره پوره منډي ترنډي ترسره كړي
ددولسم صنف فارغين وايي دوي ځكه دپوليسوپه ليكوكي شامليدل غواړي چي خپل هلمندته خدمت وكړي اودهرډول ناخوالومخه ونيسي

دوي دنوروځوانانوڅخه هم غوښتنه وكړه چي راسي دپوليسوپه ليكوكي شامل سي
په هلمند کى دالمړى ځل دى چى د۱۲ ټولګى فارغين د پوليسو اکاډمى ته فوق ا لعاده لاره مومى

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر