۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۱, شنبه

په هلمند كې په يوه هوايي بريد كې شپږتنه ماين ښخوونكي ووژل سول



په هلمند كې په يوه هوايي بريد كې شپږتنه ماين ښخوونكي ووژل سول
د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالى د سلام بازارپه لارې دجمعې په ورځ شپږوتنود دولت وسلوالومخالفينوغوښتل په نوموړې لاره ماينونه ځاى پرځاى كړي چې د اساف ځواكونولخوا له هوا څخه په نښه سوي اووژل سوي دي.
له ياد بريد څخه وروسته په نوموړې سيمه كې څلورماينونه د امنيتي ځواكونولخوا موندل سوي اوپه دې بريد كې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
په همدې ورځ ددې ولسوالى د چنگولك په سيمه كې د امنيتي ځواكونولخوا د چاڼيزوعملياتوپه ترڅ كې د عبدالحي په نوم يوتن له لس كيلوګرامه تارياكوسره اود نورمحمد په نوم يوتن له يوميل كلاشينكوف اويوميل تومانچې سره نيول سوي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر